اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي سندھ او پېښور هائي كورټ كښې د اېډيشنل ججانو د تعيناتۍ منظوري وركړې۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر ډاکټر عارف علوي د آئين د آرټيکل 175A له مخې اېډيشنل ججان تعينات كړي۔ صدر مملکت د سندھ هائي كورټ لپاره د جسټس راشده اسد، جسټس عبدالمبين لاکھو او جسټس ذوالفقار علي سانګي د نومونو منظوري وركړې ٬ دغسې د پېښور هائي كورټ لپاره د جسټس صاحبزاده اسد الله، جسټس محمد نعيم انور او د جسټس وقار احمد د نومونو منظوري وړكرې شوې۔
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم