قبضه ګر او ظالمان به د قانون ماتحت كوٶ۔ ټولنه د قانون سرلوړۍ او حاكميت سره پرمختګ كوي٬ د وزيراعظم عمران خان د قامي صحت كارډ اجراء په موقع دستورې ته وېنا


APP14-090222 FAISALABAD: February 09 - Prime Minister Imran Khan addressing during the Naya Pakistan National Health Card Distribution Ceremony. APP

فېصل آباد 09 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي ټولنه د قانون سرلوړۍ او حاكميت سره پرمختګ كوي٬ پاكستان د لويو غلو نه سزا كېدو دلاسه تباه شوې ٬ په تېر وخت كښې كرپټ واكمنو اولس د صحت په څير بنيادي سهولتونو څخه هم محروم ساتلې٬ خپل ځان له ئې جلا پاكستان جوړ كړې او د ټوخي درملنې له به دبئۍ٬ امريكا او لندن ته تلل، د پاكستان جوړولو مقصد دا نه دې چې د ټاټا او برلا په ځايې شريف او زرداري راشي، تر 30 كالو په هېواد حكمراني كوٶنكي٬ اولس د دوي د حقونو څخه محروم ساتونكي او خېټه څيرلو سره د پېسو وصولولو ادعا كوٶنكي ټول لوے ډاكوان نن ماته يو شوي دي، زه په هېواد كښې د قانون د سرلوړۍ جنګ كوم٬ د كرپټ مافيا مقابلې له راغلې يم او دا قبضه ګروپونه او ظالمان به د قانون ماتحت كوم، په دا سبب زما نه وېره كوي او غواړي چې زما حكومت زر ختم شي خو پاكستان اوس په سمه لاره روان شوې او زمونږ حكومت داسې نظام وړاندې كوي چې پكښې به يو طاقتور د كمزوي حق ونه وهلې شي ۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د شورو په ورځ په فېصل آباد ډويِژن كښې د نوي پاكستان قامي صحت كارډ اجراء دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د پنجاب وزيراعلی سردار عثمان بزدار، وفاقي وزيران اسد عمر، شفقت محمود، د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب، د وزيراعظم خاص مرستيال شهباز ګل، د پنجاب د صحت وزيره ډاکټر ياسمين راشد او نور هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل صحت كارډ د پاكستان د رياست مدينه د اصولو له مخې د جوړولو لړۍ يوه كړۍ ده٬ يوې صوبې لپاره د 400 اربه روپو هېلته انشورنس وركول آسانه خبره نه ده٬ د 75 كالو په تاريخ كښې څومره صدران او وزيراعظمان راغلي او تلي دي خو يو هم اولس ته د دې سهولت وركولو سوچ هم نه دې كړې، بې وسه خلق چې د كېنسر او د زړه د رنځ پشمول په نورو ناروغو اخته شي نو د درملنې خرڅ د نه برداشت كولو په ځائ د مرګ خلې له لاړ شي خو اوس رياست د اولس د صحت ذمه واري پغاړه اخستې ده او بې وسه خلق به د دې صحت كارډ د لارې په هر روغتون كښې خپلې درملنې كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د نيمې وچې مسلمانانو پاكستان جوړولو لپاره هڅې كړې وې دعسې چې د نبي كريم (ص) د تعليماتو له مخې د مدينې په طرز اسلامي فلاحي رياست جوړ كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل په ماضي كښې واكمنو او شتمندو د روغتونونو معيار ښه كولو په ځايې ځان له جلا سهولتونه ترلاسه كړل او دغسې د سركاري روغتونونو معيار غورځېدل پېل شو، كومو خلقو ته چې د اولس د صحت سهولتونو ذمه وارۍ وركړې شوې وې ھغوي خپله د ټوخي درملنې لپاره بهر تلل او چېك اپ لپاره به امريكې٬ كله لندن او دوبئۍ ته رسېدل، تر 30 كالو په هېواد حكمراني كوٶنكو اولس لپاره هېڅ نه دي كړې٬ اولس دوي د حقونو څخه محروم ساتلي۔ ده ووئيل يو بل غل بلل او خېټه څيرلو سره د پېسو وصولولو ادعا كوٶنكي ټول لويې ډاكوان نن زما په ضد راغونډ شوې دي، د پاکستان شمېره په ھغه هېوادونو كښې كېږي چرته چې د آبادۍ تناسب په لحاظ د ټولو نه كم روغتونه، ډاکټران او نرسانې دي، ضلعي روغتونونو ته ډاكټران نه راځي٬ واكمنې طبقې ځان لپاره جلا پاكستان جوړ كړې دې ، د پاكستان جوړولو مقصد دا نه دې چې د ټاټا او برلا په ځايې شريف او زرداري راشي، زما سياست ته د راتلو مقصد د دوه كورنيو كومو چې هېواد لوټ كړې دے په ضد جهاد كول وو، د سندھ يو لارښود كوم چې وائي چې زيات باران كېږي نو زياتې اوبه راځي٬ نن وائي چې په هېلته انشورنس به پېسه نه خرڅ كوٶ بلكې روغتون به جوړوٶ٬ زه د دوي نه پوښتنه كوم چې دوي تر اوسه ولې روغتون نه دي جوړ كړي٬ دوي د عامو وګړو د مسئلو نه واقف هم نه دي٬ دوي كله عام روغتون ته نه دي تللي٬ زرداري په پېسه خلق اخلي٬ زه سياست كښې د كرپټ كسانو مقابلې له راغلې يم٬ د دې كرپټ كسانو په موجودګۍ كښې د پاكستان مقصد نه شي ترلاسه كېدې، پاکستان د اسلامي فلاحي نظريې په بنياد وجود موندلې ٶ ، نبي کريمۖ فرمائيلي ٶ وړاندې قامونه په دې تباه شوي چې غريب به غلا وكړه نو ورته به سزا وركولې شوه خو شتمند به پرېښودې شو، پاکستان لويو غلو ته د سزا نه وركولو له امله تباه شوې، يوه ټولنه او قام د قانون د سرلوړۍ او د حاكميت نه غېر پرمختګ كولې نه شي، د برتانيه غوندې هېواد كښې تر وزيراعظم ځواب وركوٶنكي دې او دلته د چا د نائب قاصد٬ پاپړ والا او د ملازمانو په كهاتو كښې د كروړونو روپۍ راځي ھغوي د قانون نه پورته دي،ټولو ته معلومه ده چې دوي سره د غلا پېسه ده٬ دا كه دوي په برتانيې كښې وې نو چا ته به د شكل ښودلو پاتې شوې نه وو ٬ دلته په پارلمان كښې د يو نيم ساعت تقريرونه كوي كوم چې په اصليت كښې د ملازمت درخواست وي دغسې چې دوي ته يوه بله موقع ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل يو تورن چې ووئيل زه د زړه رنځور يم او درملنې له بهر تللې ٶ٬ ھغه هلته د خپلې كارخانې كارونه ګوري او په دې ځينې وكيلان وائي چې ھغه ته دې بيا موقع وركړې شي، د ھغه د ټول عمر د نااهلۍ سزا دې ختمه كړی شي۔ وزيراعظم ووئيل د يو هېواد ختمولو لپاره بم غورځولو ته حاجت نشته٬ كومه ټولنه چې كرپشن بد نه ګڼي ھغه تباه كېږي، كومو كسانو چې خېټه څيرلو سره د پېسو راوباسلو ادعا كوله ھغوي نن خېټې لپاره خپل مينځ كښې راغونډ شوې دي٬ ځكه چې ھغوي د عمران خان نه يرېږي ، ھغوي غواړي چې زما حكومت ختم شي٬ دوي خپل كېس كښې اوږدې نېټې غواړي خو دوي ته معلومه ده چې دوي له آخر زندان ته تلل دي، دې لپاره دوي زما نه يره كوي او دا خواهش لري چې زما حكومت زر ختم شي، زه په دې هېواد كښې د قانون سرلوړۍ جنګ لپاره راغلې يم او دا قبصه ګروپس او ظالمان به د قانون ماتحت كوم۔ ده ووئيل زمونږ حكومت داسې قانون وړاندې كوي چې يو طاقتور به د كوم بې وسه حق نشي وهلې٬ مېرمنو ته په وراثت كښې حق نه وركولې كېدو خو زمونږ حكومت به دوي ته دا حق وركوي ځكه چې نبي کريمۖ د قرآني تعليماتو له مخې 1500 كاله اګاهو دوي ته دا حق وركړې ٶ۔ وزيراعظم ووئيل د صحت کارډ په سبب به د هارټ ټرانسپلانټ سهولت هم عام وګړو ته په لاس ورشي، حکومت په هېواد كښې يو ډول تعليمي نصاب وړاندې كوي٬ دا ناانصافي ده چې د غټانو بچي په انګلش مېډيم كښې زده كړې ترلاسه كوي او د عام وګړو كوچنيانو لپاره جلا نظام وي، مونږ تر پنځمه يو ډول نصاب لاګو كړې دې۔ وزيراعظم ووئيل زه دا چېلنج كوم چې د عثمان بزدار د دريو كالو دور د شهباز شريف د 30 كاله دور نه بهتر دے، په وړومبي ځل د پنجاب په تاريخ كښې عملي كار روان دې۔ وزيراعظم ووئيل د سي پېك دوېم پړاو پېل شوې دې چې ورسره به فېصل آباد ته هم ګټه وشي او نوې صنعتونه به ولګي٬ پاكستان اوس په ھغه لاره روان شوې دې د كومې چې مونږ خوب ليدلې ٶ۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس