ملتان07 جنوري (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې څوك هم د حكومت په ضد تحريك چلول غواړي هغوي دې وچلوي٬مونږ هېڅ پرېشاني نه لرو٬د قانون په چوكاټ كښې دننه پاتې كېدو سره تحريك چلول د اپوزېشن حق دے٬ بايد د جمهوريت عالم پورته كونكي او ځان ته چيمپئن ويونكي د حكومت د جمهوري مودې ترسره كېدو انتظار وكړي٬په پاك افغان پوله ازغن تار د دواړو هېوادونو په ګټه دے۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ثانيه نشتر سره يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل چې په پاكستان كښې د كال 2002م نه تراوسه د اقتدار د منتقل كېدو ښه روايت روان دے٬په تېروخت كښې پي پي پي او(ن)ليګ دواړو د خپل اقتدار جمهوري موده ترسره كړې٬دغسې بايد تحريك انصاف تر كال 2023م خپله جمهوري موده پوره كړي۔ده ووئيل چې په مقبوضه جمو كشمير كښې د هند جارحيت او ظلمونه په نظر كښې ساتلو سره هند ته د مارچ په مياشت كښې د او آئي سي په غونډه كښې د ګډون كولو بلنه نه وركولې كېږي۔ده ووئيل چې د افغانستان د خلكو تحفظ لپاره پاكستان په بېلا بېلو غېر ملكي فورمونو غږ پورته كړې٬زمونږ په هڅو د اوږدې مودې نه پس افغانستان په معامله اسلامي امت يو موټې شوې٬مونږ د او آئي سي په مرسته په افغانستان د لويې انساني بحران مخ نيوي لپاره په يو بېل ټرسټ جوړولو كښې بريالي شوي يو۔د او آئي سي د غونډې نه پس د سلامتي كونسل غونډه هم شوې چې پكښې د امريكې لخوا په افغانستان كښې امن لپاره قرارداد وړاندې كړې شوې او چې كوم بندېزونه لګولې شوي وو په هغې كښې د نرمۍ اعلان شوې۔ده ووئيل چې په پاك افغان پوله د ازغن تار لګولو 94 فيصده كار ترسره شوې٬دا تار د دواړو هېوادونو په ګټه دے٬ځينې عناصر تار پرې كولو سره د پاكستان په خاوره كښې شر خپرول غواړي٬مونږ به په سفارتي ذريعو دا مسئله حل كړو او د داسې عناصرو عزائم به خاورې كړو۔د افغانستان مسئلې حل لپاره (Immediate Neighbours of Afgahnistan) هم جوړ كړې شوې چې غونډې يې شوې دي او د دې به هم مثبتې نتيجې راوځي
بايد د جمهوريت عالم پورته كونكي او ځان ته چيمپئن ويونكي د حكومت د جمهوري مودې ترسره كېدو انتظار وكړي٬په پاك افغان پوله ازغن تار د دواړو هېوادونو په ګټه دے۔د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر سره يوځاې خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب