اسلام آباد09 مارچ(اے پی پی) امير البحر اېډمرل محمد امجد خان نيازي په سركاري دوره قطر ته رسېدلے او د قطر اعلٰی عسكري مشرانو سره ئې ملاقاتونه كړي. د ملاقاتونو په مهال د شريكې خوښې په چارو او د دوه اړخيزه مرستې په وده خبرې وشوې۔ د پاك بحريه وياند له مخې د دوحه نيول بيس ته په رسېدو د قطر د اميري نيول فورس كمانډر د اېډمرل محمد امجد خان نيازي تود هركلے ??كړ??۔ ده د قطر نيول چيف آف سټاف او د قطر ايئر فورس كمانډر سره هم ملاقاتونه كړي۔امير البحر په منطقه كښې ?? سمندري تحفظ او امن باوري كولو لپاره د پاك بحريه عزم رامخې ته كړو۔ كوربه چارواكو د منطقې سمندري امنيت باوري كولو كښې ?? پاك بحريه كردار وستائېلو۔ د پاك بحريه مشر د قطر بېلو سمندري تنصيباتو دوره هم ??كړ??۔ نيول چيف د جوان بن جاسم كالج دورې په مهال د كالج كمانډانټ سره ملاقات ??كړ?? او تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو ته ئې خطاب ??كړ??۔ د نيول چيف دا دوره به د دواړو هېوادونو او په خاص توګه د بحري ځواكونو ترمينځه اړيكو ته وده وركړي
امير البحر اېډمرل محمد امجد خان نيازي په سركاري دوره قطر ته ورسېد٬ اميرالبحر د قطر اعلٰی عسكري مشرانو سره ملاقاتونه وكړل
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ