اسلام آباد۔16مئی(اے پی پی) سېنېټر فار اېرو اسپېس اېنډ سکېورټی اسټډیز (كېس) اسلام آباد د ’’سعودی عرب – ایران اړيكې او د دې مضمرات: پاکستان لپاره د وړاندې تللو لاره” په سرخط سيمينار وكړو۔ په سيمينار كښې منځني ختيځ ، منځنۍ آسيا ، لوئيديزه آسيا ٬ سوئيلي آسيا او پاكستان لپاره د سعودی عرب-ایران اړيكو په سياسي ، اقتصادی او د سلامتيا په مضمراتو رڼا واچولې شوه۔ دفاع لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن مشاهد حسېن سيد په خپل خطاب كښې د سعودي ايران تفاهم په سيمه ايز اغېز رڼا واچوله۔ په نورو نوموړو مقررينو كښې پروفیسر ډاکټر سید رفعت حسېن شامل وو۔ په ايران كښی د پاكستان پخواني سفير رفعت مسعود اېډيشنل سېكتر (مشرق وسطی)، وزارت خارجه رضوان سعید شیخ هم سيمينار كښې ګډون وكړو۔ د خارجه پالېسۍ سلاكار سفیر جلیل عباس جیلانی په دې مهال د كارروايۍ نظامت وكړو۔ سفیر جلیل عباس جیلانی په خپلو افتتحاحي كلماتو كښې د سعودي عرب – ايران اړيكو په اهميت ٬ په منځني ختيځ او دې څخه بهر په سياسي ٬ اقتصادي او امنيتي اړخونو او په خاص توګه په امن عمل ٬ سيمه ايز يو والي او د دې په بشپړه اثراتو رڼا واچوله۔ سفیر جیلانی د سيمه ايز تړون حوالې سره په پاكستان كښې په سیاسی او اقتصادی پرمختګ د سعودي عرب – ايران اړيكو مضمرات رامخې ته كړل۔ ده ووئيل په دې عمل كښې د چين په كردار خبره كول زيات ضروري دي۔ سېنېټر مشاهد حسېن سید د ’ایران سعودی اتحاد او پاکستان‘ په سرخط خپل خطاب كښې په منځني ختيځ كښې په شوي پېش رفت ، لكه د سوريه په عرب ليګ كښې بېرته شاملېدل او په يمن كښې د امن مذاكراتو په شمول د منځني ختيځ په بدلېدونكو حقيقتونو رڼا واچوله۔ ده هيله ولرله چې پاكستان به دې تاريخي موقعې څخه ګټه پورته كړي۔ ډاكټر سيد رفعت حسېن ووئيل دا بدلون په منځني ختيځ كښې يو سنګ ميل په ګوته كوي٬ چرته چې د محاذ آرايۍ او پولرائزیشن سیاست اوس بې كاره شوې دې۔ سفير رضوان سعيد شېخ د ’’سعودی عرب – ایران اړيكې ٬ په سيمه ايزه سلامتيا ٬ اقتصادي پرمختګ او پاكستان لپاره د وړاندې تللو په لاره د دې اثرات” په سرخط خطاب وكړو۔ سفیر رفعت مسعود په ‘ایران سعودی اړيكو: د سباؤن امكانات” په سرخط خبرې وكړې۔ ده دا هم ووئيل بېلټ اېنډ روډ انېشی اېټو (BRI) لپاره په يو مستحكم ګاونډ كښی د لوظنامې پايې ته رسولو كښې چين مهم كردار لري۔ په اختتامي كلماتو كښې د (کېس) صدر ائیر مارشل فرحت حسین خان (ر) په سعودي ايران اړيكو او په خاص توګه د پاكستان په سلامتيا او اقتصادي پرمختګ د دې اثراتو په اړه د خپلې تجربې په رڼا كښې په تجزيه كولو د مقررينو مننه وكړه۔ ده ددې موقعې څخه د ګټه پورته كولو او پاكستان لپاره سيمه ايز تجارت او په خاص توګه ایران سره په فعاله توګه د مشعولېدو او د بدلونكي چاپېريال خپلولو په اهميت زور راوړو۔ د ده وېنا وه چې دې موقعې څخه ګټه پورته كولو سره پاكستان په تجارت ٬ بهرنۍ او داخلي سلامتيا او په مجموعي پرمختګ كښې ښكاره ګټې ترلاسه كولې شي خو داسې كولو له به اول د خپل هېواد داخلي حالات ښه كول وي۔ په سيمينار كښې ریټائرډ پوځي افسرانو ٬ د بېلو تھنك ټېنكس سكالرانو ٬ خبريالانو او زده كوؤنكو ګډون وكړو۔
د سېنېټر فار اېرو اسپېس اېنډ سکېورټی اسټډیز تر سېوري لاندې د ’’سعودی – ایران اړيكې او د دې مضمرات: پاکستان لپاره د وړاندې تللو لاره” په سرخط سيمينار
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria