اسلام آباد 03 جون (اے پي پي)پاكستان د كويت حكومت لخوا پاكستانو وګړو لپاره د ويزې په بندېزونو كښې د نرمي په اړه د دواړو هېوادونو ترمينځه د ډېرې مودې څخه ځنډ سره د مخ شوې ستونزې د حل هركلي كولو سره وئېلي دي د كويت لخوا د ويزې په بندېزونو كښې نرمي د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د كويت خارجه وزير ترمينځه د پرله پسې رابطو او ملاقاتونو نتيجه ده۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند په خپل يو بيان كښې ووئيل د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه د شوو لوظونو له مخې د كويت د كورنيو چارو وزارت د پاكستان د كورنيو چارو وزير ته د كويت د دورې كولو او په پاكستانو وګړو د لګولې شوو بندېزونو ختمولو بلنه وركړې وه٬په دې مناسبت د كورنيو چارو وزير د مئي د 30مې نېټې څخه تر .31 مه نېټې كال 2021م د كويت دور وكړه او د كويت د كورنيو چارو وزير سره يې ملاقات وكړو۔د دواړو وزيرانو ترمينځه د شوو خبرو په مهال پاكستانو وګړو لپاره د ويزې په بندېزونو كښې د نرمۍ په پريم ورك پرمختګ لپاره لار هواره شوه۔وياند ووئيل پاكستان خپل ورور هېواد كويت سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي
د كويت لخوا د ويزې په بندېزونو كښې نرمي د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د كويت خارجه وزير ترمينځه د پرله پسې رابطو او ملاقاتونو نتيجه ده۔د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی