اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي سفارتكاري يو نوي ” اي دور” ته داخله شوې، دې سره د هېواد د نظام په بېلا بېلو اړخونو كښې په تندې سره بدلون رامخې ته شوے . د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزارت او د فېس بك په مرسته سركاري افسرانو لپاره د سوشل مېډيا ټرېنګ سېشن ته ورچوئل خطاب كښې خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل مونږ ټولو ته معلومه ده چې سفارتكاري يو نوي ” اي دور” ته داخله شوې، دې سره د هېواد د نظام په بېلا بېلو اړخونو كښې په تندې سره بدلون راغلے. خارجه وزير ووئيل زه ستاسو ټولو مننه كوم چې ټولو سفارتخانو زما د آن لائن موجودګۍ او شتون وژن د لارې په ګډه دا جديد بصري نظام خپل كړے او په دې عمل كوې. ده ووئيل دا خبره د خوشحالې او اطمينان ده چې ستاسو ټولې ډلې په جديد ذريعو ښائسته دي او د ډېجيټل ډپلومېسي په محاذ فعاله دي. ده ووئيل په دې خوشحاله يم چې اېس سي ډي بهرنيو سفارتخانو سره ډېر مربوط دے. خارجه وزير ووئيل ډېر زر به د ډېجيټل مېډيا ډېش بورډ اجرا وكړې شي او دې سره به زمونږ د سوشل مېډيا هېنډلز نګراني ممكنه شي. ده ووئيل د سباٶن موثره ابلاغ د جديد ډېجيټل ذريعو د لارې ممكن ده. زه په دې خوشحاله يم چې په دې لړ كښې د كار استعداد زياتولو لپاره دا هڅې روانې دي.
سفارتكاري يو نوي ” اي دور” ته داخله شوې، دې سره د هېواد د نظام په بېلا بېلو اړخونو كښې په تندې سره بدلون رامخې ته شوے . خارجه وزير شاه محمود قريشي
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر