لاہور۔30مئی (اے پی پی) د پنجاب ګورنر چوهدري سرور وئيلي دي د هندي پوځ سرلښكر امن له د پاكستان د هڅو اعتراف د وزيراعظم عمران خان ٬ د پاك پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د پاكستان 22 كروړه اولس د دريځ فتح ده۔ كه هند منطقه كښې بشپړه امن غواړي نو كشمير كښې ترهګري ختمولو سره دې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كړي۔ 22 كروړه اولس ته په خپل پوځ وياړ دے۔ د قامي دفاع په ادارو ټكونه كوؤنكي هېواد سره خواخوږي لرلې نه شي۔ د پاك پوځ په قربانيو هېواد كښې امن رامخې ته شوې۔ د اتوار په ورځ خپل بيان كښې د پنجاب ګورنر ووئيل هر يو پاكستاني وګړي له به تر ټولو وړاندې ملكي او قامي ګټې ته ترجيح وركول وي د قامي ادارو مضوطيا د هېواد مضبوطيا ده۔ هغه د هندي پوځ سرلښكر لخوا امن لپاره د پاكستان د هڅو اعتراف په اړه ووئيل منطقه كښې امن لپاره پاكستان ځانګړې قربانۍ وركړې دي او او دې لپاره چې كومې هڅې كوي د هغې يوازې د هند د پوځ سرلښكر نه بلكې نړيوالې ادارې هم اعتراف وي۔ بياهم تر كومې چې كشمير كښې هندي ترهګري ختمه شوې نه وي تر دغې وخت منطقه كښې د بشپړه امن خوب ريښتيا كېدې نه شي۔ له دې كبله هند له به ضد پرېښودل او د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كول وي
د هندي پوځ سرلښكر امن له د پاكستان د هڅو اعتراف د وزيراعظم عمران خان ٬ د پاك پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د پاكستاني اولس د دريځ فتح ده۔ د پنجاب ګورنر چوهدري سرور بيان
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش