اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي يوه ټولنه يا قام د صنفي مساوات او د مېرمنو اختيار مندو جوړولو نه غېر كاميابي نشي تر لاسه كولې۔ د خارجه دفتر له مخې د نهې په ورځ د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې پاکستان په ګرده نړۍ كښې ھغه مېرمنو ته پېرزوئنې وړاندې كړي د كومو د قربانيو او هلو ځلو په سبب چې د انسانيت ترقۍ او ټولو لپاره بهتر سباٶن ممكن كړے شوے ۔ پاکستان وئيلي دي د كرونا وباء څخه بحالي يوازې د سياسي نظام په شموليت، په افرادي قوت، معيشتونو او د ټولنو د تشكيل سره ممكن ده۔ پاکستان په قامي او نړيواله كچه د مېرمنو د حقونو ودې او تحفظ لپاره عزم لري٬ د پاکستان بنياد د ناريناٶ او مېرمنو په يو ډول شراكتدارۍ اېښودې شوې٬ زمونګ آئين او قانوني ډهانچه د ژوند په ټولو څانګو سماجي٬ معاشي او سياسي څانګو كښې د مېرمنو يو برابر ګډون باور وركوي٬ حکومت به د مېرمنو په ضد د هر ډول امتيازي سلوك خاتمې په كنونشيز عملدرامد سره سره د ملګرو ملتونو د تل پاتې ترقۍ هدفونو او دې سره د اړوندو هدفونو له مخې خپلې ذمه وارۍ په بشپړه توګه ترسره كوي٬ پاکستان د بېلا بېلو سياسي اقداماتو او د قانون سازۍ د لارې مېرمنې اختيار مندې جوړولو او د جامع معاشرې جوړولو لپاره د دوي مساوي ګډون لپاره هڅې كوي٬ خارجه دفتر وئېلې دي پاکستانو مېرمنو د هېواد په پرمختګ كښې زيات كردار لوبولے٬ مونږ وياړ لرو چې نن پاكستانۍ مېرمنې د اولسي ژوند په هره څانګه كښې برخه اخلي ٬ دوي په مهمو چوكو فائز پاتي شوي او دي چې پكښې د وزيراعظم، د سټېټ بېنك ګورنر، د قامي اسمبلۍ سپيكر٬ د سپريم كورټ جج٬ د هائي كورټ چيف جسټس، او د كابينې سره سره وفاقي او صوبائي سېټريز٬ د جټ پائيلوټ، د ملګرو ملتونو د امن پوځ او د جنرل مهم قلمدان شامل دي۔ په دې موقع پاکستان په مقبوضه جمو و کشمير كښې مظلومو مېرمنو سره د خپل يوالي څرګندونه هم كړې كومې چې د تېرو اوو لسيزو راهسې د هند د قابضو ځواكونو د لاسه سنګينې بشري خلاف ورزۍ برداشت كوي٬ نړيوالې ورورولۍ له په دې سنګينو جرائمو د هند احتساب پكار دے
يوه ټولنه يا قام د صنفي مساوات او مېرمنو اختيار مندو جوړولو نه غېر كاميابي نشي تر لاسه كولې ۔ پاکستان
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر