پینډي 10 فروري (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د زيارت په ورځ د كراچۍ دوره كړې۔ده په آرډيننس سنټر ملير كښې د كرنل كمانډنټ په دستوره كښې ګډون كړے ۔په دې مهال د پاك پوځ سرلښكر ميجر جنرل سيد شهاب شاهد ته د آرډيننس كور كرنل كمانډنټ بېج ولګولو۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې له مخې د پاك پوځ سرلښكر د جنګ او امن په خاص توګه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د كور كردار وستائېلو۔دستوره كښې د آرډيننس كور حاضر سروس او رېټائرډ افسرانو او ځوانانو په لويه شمېره ګډون كولو۔د پاك پوځ سرلښكر په كراچۍ كښې د پي اے اېف ايئر وار كالج انسټي ټيوټ هم دوره كړې۔په دې موقع د 35 ايئر وار كورس ګډون كوونكو ته د وېنا كولو په مهال هغوي د پي اے اېف بشپړه پیشه وره پوهه او د رشك وړ كاميابي ستائېلې۔د پاك پوځ سرلښكر په افسرانو زور راوړو چې هغوي د جديد دور تقاضو سره د هم آهنګ پاتې كېدو لپاره پرله پسې هڅې وكړي۔د پاك پوځ سرلښكر په كراچۍ كښې د پوځي فاؤنډېشن هم دوره كړې ۔په دې موقع هغه ته په جاري او د سباؤن په پروژو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ده د پوځي فاؤنډېشن كاركردګي او معياري خذمات وركولو او په قامي خزانه كښې د برخه اچولو په اړه عزم وستائېلو۔د دې څخه وړاندې د پاك پوځ سرلښكر كراچۍ ته د راتګ په مهال د كراچۍ كور كمانډر لېفټيننټ جنرل محمد سعيد هم د هغه سره ؤ۔
د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د كراچۍ دوره
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ