اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) د كويت امير د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پاكستان دورې بلنه قبول كړې۔د ايوان صدر مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د صدر ډاكټر عارف علوي په نامه د كويت امير شېخ نواف الحمد الصباح په ځوابي مراسله كښې وئېلي دي چې هغه نزدې سباؤن كښې د پاكستان دورې كولو هيله لري ٬ صدر په خپل خط كښې د كويت امير ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړې وه۔د كويت امير په خط كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه په مضبوطو اړيكو د اطمينان څرګندونه كړې او شريكې ګټې لپاره ئې په ټولو څانګو كښې د اړيكو لا پراخا كولو د عزم پخلے كړے۔د كويت امير د اسلامي نړۍ په خاص توګه د فلسطين په مسئله د كويت د كردار په ستائنه د پاكستان مننه كولو سره هيله څرګنده كړې چې نړۍ به ډېر زر د كورونا وائرس وبا څخه خلاصه شي
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک