اسلام آباد۔8جون (اے پی پی) خارجه دفتر د كانډا په اونټاريو ښار كښې د اسلامو فوبيا پېښې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي دا دړدناكه پېښه په منظم ډول د مخ په زياتېدونكې اسلاموفوبيا څرګندونه ده۔ هيله ده چې د كاناډا چارواكي به دې وحشيانه عمل كښې ككړ كسان انصاف سره مخ كړي۔ د نهې په ورځ وياند اونټاریو كښی پاكستانۍ نژاد كورنۍ سره د رامخې ته دړدناكې پېښې سخته غندنه كړې او دا ئې د اسلامو فوبيا پېښه ګرځولې او ځپلې كورنۍ سره ئې خواخوږي ښكاره كړې ۔ وياند ووئيل اوټاوا كښې د پاكستان هائي كمېشن او ټورنټو كښې قونصلېټ جنرل د كېس حقائق معلومولو له اړوندو كنېډين چارواكو سره په تماس كښې دي دغسې چې دې وحشيانه عمل كښې د ككړو كسانو انصاف سره مخامخ كول باوري كړي۔ وياند ووئيل ټورنټو كښې زمونږ قونصل جنرل ځپلې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې او هغې ته ئې د هر ډول مرستې وئېلې دي۔ وياند ووئيل دا پېښه په منظم ډول د زياتېدونكې اسلاموفوبيا څرګندونه ده۔ د كانډا وزيراعظم دا خبره په ډاګه كړې وه چې زمونږ په كميونټي كښې اسلامو فوبيا لپاره ځائے نه شته۔ دا ډول پېښې دا خبره باوري كوي چې نړيوالې ورورولۍ له به په ګډه د مذهبونو ترمينځه همغږۍ له كار كول وي
كاناډا كښې د رامخې ته شوې پېښې سخته غندنه كوو٬ دا پېښه د زياتېدونكې اسلاموفوبيا څرګندونه ده۔ خارجه دفتر
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک