اسلام آباد۔16جون(اے پی پی) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير سردار محمد اسرار خان تر??ن وئيلي دي د 9 مئي پېښو سهولت كار د كومې معافۍ مستحق نه ??ي٬ د پېښې ذمه وارو مقدمې دې پوځي عدالتونو ته وړاندې كړې شي۔ د جمعې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره ده ووئيل د 9 مئي پېښې د غندنې وړ ??ي٬ په دې پېښو كښې ككړو كسانو هغه څه كړي كوم چې زمونږ دښمنانو غوښتل۔ پاكستان يو مضبوط هېواد دے څوك هم دے ته زيان رسولے نه شي۔ ده ووئيل ماته په دې خوشحالي شوې چې ايوان يو قرارداد منظور كړے دے په كوم كښې چې د 9 مئي د پېښو ذمه وارو كسانو مقدمې په پوځي عدالتونو كښې د چلولو غوښتنه شوې ده۔ ده ووئيل پاك پوځ د هېواد د حفاظت ضامن دے او د خپل اولس ملاتړ سره هېواد ته د پېښو مسئلو مقابله كوي او كه پاك پروردګار ته منظور وي هم دغسې به سباؤن كښې هم كوي۔ ده ووئيل زما په حلقه كښې د سترو لارو يو شمېر منصوبې دي هغې لپاره چې كوم فنډز راكړې شوي دي كم دي ٬ هرنائی څخه پنجاب لپاره تر??ارۍ ٬ كوئله او نور سامان راوړونكي ټركونه تر 10 ٬ 15 ورځو ولاړ پاتې كېږي۔ دې منصوبو لپاره دې مناصب فنډز مختص كړې شي۔ ده ووئيل تر كومې چې په صحت ٬ تعليم او مواصلاتو كښې فنډز مصرف نه كړې شي د پرمختګ هدفونه تر??اسه كولې نه شؤ۔
د 9 مئي پېښو سهولت كار د كومې معافۍ مستحق نه دي٬ د پېښې ذمه وارو مقدمې دې پوځي عدالتونو ته وړاندې كړې شي ٬ وفاقي وزير سردار محمد اسرار خان ترين
Elf's Wish Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا