لاهور 11 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ د دفاع قائمه ??مې??ې چيئرمېن مشاهد حسېن سيد وئيلي دي چې د پاكستان پوځ دبنګ او پارلمان فعاله دے٬ د سول او عسكري مشرانو ترمېنځه مكمل همغږي موجود ده٬ د پاكستان پوځ د ختيز او لوېديز محاذ پشمول د هېواد دننه د ترهګرې په ضد په مړانه مقابله كوي٬ د سرلښكر قمر جاوېد باجوه لخوا د افغانستان او د اېران دوره خوش بينه ده۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د ??مې??ې نورو غړ?? سره يو ځائ په ننكانه صاحب كښې د كېپټن حسنېن نواز شهيد استوګنې ته د تللو نه پس د هغه په قبر د ګلونو غوړولو نه پس خبريالان?? سره په خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د برتانيې د دارالامرا غړے لارډ نذير٬ سناتور مير كبير٬ سناتور محمد جاوېد عباسي٬ سناتور محمد اعظم خان سواتي او د قومي اسبملې غړې شذره منصب پشمول ځائي استازي هم موجود وو۔ مشاهد حسېن سيد ووئيل چې د كېپټن حسنېن نواز شهيد د شهادت په وخت په غونډه كښې پرېكړه شوې وه چې ??مې??ي به په خپله ننكانه صاحب كښې د هغه كورنۍ سره غمرازي كوي۔ ده ووئيل چې كېپټن حسنېن د كاناډائي وګړو بچ كولو په وخت خپل ځان بچ كولې شو خو د خپل ځان پر??ا ئې ونه كړه او خپله وظيفه ئې ??رس??ه كړه٬ هغه د وسله والو ځواكونو وياړ دے۔ د دې څخه وړاندې د ??مې??ې غړي د حسنېن نواز شهيد استوګنې ته لاړل او د هغه پلار محمد نواز سره ئې غمرازي وكړه۔ د دې نه پس ??مې??ې د ګوردواره جنم استهان دوره وكړه چرته چې سكھـ مشرانو د دوي تود هركلې وكړو۔
مشاهد حسېن سيد ٬ لارډ نذير احمد او د قائمه كمېټې غړي د كېپټن حسنېن نواز شهيد استوګنې ته لاړل
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil