لاهور۔ 28 جون (اے پی پی) وفاقي وزير مياں جاوېد لطيف وئيلي دي د 9 او 10 مئي په پېښو ??ښې ككړ سهولت كار او ماسټر مائينډ كه څومره هم طاقتور وي سزا سره بايد مخ كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ په ماډل ټاؤن ??ښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب ??ښې وكړه۔ ده ووئيل د 9 او 10 مئي په پېښو ??ښې ككړ سهولت كار او ماسټر مائينډ كه څومره هم طاقتور وي سزا سره بايد مخ كړے شي٬ داسې خلق بايد په چوكونو ??ښې زړوند كړې شي٬ دا په يوه اداره نه بلكې د پاكستان په رياست او سلامتيا بريد دے۔ ده ووئيل د ټاكنو په شا چې هغه كومه تباهي د پاكستان كوله نن ثابت شوې۔ ده ووئيل د 9 او10مئی ماسټر مائنډ سره رعايت به اولس زغملې نه شي۔ ده ووئيل كومو كسانو چې يو تن ته د تاج په سرولو كومې ناسمې پرېكړې وكړې هغوي به هم د خود احتسابۍ عمل څخه تېرېږي۔ ده ووئيل كه د حاضر سروس سره سره د دې پراجېكټ لانچ كوؤنكي ګرفتارولو سره سزا سره مخ نه كړې شؤ نو پاك پروردګار دے نه كړي داسې پېښه ??و وارې بيا رامخې ته كېدې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې ده ووئيل ګوند د نواز شريف نه د دوه نيمو ساعتو به مسافت دے هغه به ډېر زر پاكستان ته راتللو سره د انتخابي ا??حا?? په اړه ووائي۔ ده ووئيل د نواز شريف ماضي ګواه ده چې هغه كله هم حك??مت ترلاسه كړې په هېواد ??ښې خوشحالي راغلې۔ ده ووئيل كله چې وزيراعظم په څلورم ځل وزيراعظم جوړ شي نو هېواد ??ښې به د خوشحالۍ نوې دور پېل شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ??ښې ده ووئيل چې د نواز شریف خيال دے چې كوم وركر په تېرو 4 ٬ 5 كلونو ??ښې ګوند سره وفا كړے هغه ته به ټكټ وركولے شي۔ ده ووئيل میاں نواز شریف 50 فيصد نوې كسان رامخې ته كول غواړي۔ ده ووئيل د اسمبلۍ موجود غړي كوم چې ګوند سره سم نه دي پاتے شوے د دوئي په اړه پرېكړه به هم نواز شريف كوي۔
د 9 او 10 مئي په پيښو كښې ككړ سهولت كار او ماسټر مائينډ كه څومره هم طاقتور وي سزا سره بايد مخ كړے شي ٬ مياں جاوېد لطيف
Fruit Candy Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات