اسلام آباد۔ 25 اکتوبر(اے پی پی) هېواد څخه د ويستلو خبردارے په غېر قانوني توګه پاكستان كښې د مېشته بهرنو وګړو لپاره دے٬ دا تاثر سم نه دے چې ??واځې افغانان ويستلے شي٬ د نومبر اولنۍ نېټې څخه به يواځې پاسپورټ او و??زا لرونكې پاكستان ته راتللې شي٬ ده د سېنېټ د داخله چارو قائمه كمېټۍ غونډې ته بريفنګ وركولو۔ داخله وزير ووئيل مونږ په غېر قانوني توګه د مېشته وګړو په حقله خبره كړې وه چې دوي به ويستلے شي خو پېغام مخكښې دا لاړو چې شايد يواځې افغانان به ويستلے شي۔ د حكومت پېغام يواځې د افغانانو لپاره نه ؤ ۔ ده ووئيل كه څوك ریفیوجی کارډ يا و??زا لري نو هغه زمونږ مېلمه دے۔ ده ووئيل په هېواد كښې په غېر قانوني توګه د مېشته بهرنو معامله زما په علم كښې نشته بياهم دې ته به پام كولې شي۔ داخله وزير ووئيل په كوم هم هېواد كښې داسې نه كېږي چې ??لته بهرني په غېر قانوني توګه پاتې كېږي ۔ د غونډې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل په هېواد كښې په غېر قانوني توګه مېشته وګړو ته وركړې شوې وروستې نېټه كښې د پراختيا په اړه تر دې دمه كوم وړاندېز نه دے رامخې ته شوے ، ده ووئيل د نومبر اولنۍ نېټې څخه به دا خبره باور?? كولې شي چې دې هېواد ته چې څوك هم راځي د پاسپورټ سره به راځي۔ ده ووئيل نه كوم سفارتي لاس وهنه كېږي او نه دې ته حاجت شته۔ ده ووئيل كه تاسو د لوئيديزو هېوادونو خبره كوۍ نو آيا هغوي به تاسو د قانوني دستاوېزات نه غېر پرېږدي؟ ده ووئيل كه لوئيديز هېوادونه خپلو وګړو لپاره دومره حساس دي نو مونږ لپاره پاكستاني وګړي هم تر هر څه اول دي
هېواد څخه د ويستلو خبردارے په غېر قانوني توګه د ټولو مېشته بهرنو وګړو لپاره دے يواځې د افغانانو لپاره نه ٬ د نومبر اولنۍ نېټې څخه به يواځې پاسپورټ او وېزا لرونكې پاكستان ته راتللے شي٬ نګران داخله وزير سرفراز بګټي
Ninja vs. Samurai Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج