اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د فېډرل بورډ آف ریونیو(اېف بی آر) لخوا 82 كلن ټېكس ادا كوؤنكي مشر وګړي سره په نارو سلوك كولو د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره د اېف بي آر چيئرمېن ته هدايت كړې دې چې هغه دې د غېر ذمه وارۍ او بدعنوانۍ ټول نظام جاج واخلي او په دې كښې د ككړو عناصرو په ضد دې تاديبي كارروائي وكړي۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر ميډيا آفس لخوا د جاري كړې شوي پرېس ريليز لمخې صدر مملکت د مشر وګړي په ضد د اېف بي آر په پرېكړه استثنیٰ واخسته كوم چې په غېر ضروري بنيادونو د 2,333 روپو معمولي رقم بېرته وركولو نه په انكار كولو د يو كال نه تر زياتې مودې په غېر ضروري قانوني كارروائي كښې مشغول وساتلې شو۔ مشر وګړي عبد المجيد خان ته معذرت كولو سره صدر مملكت ووئيل د اېف بي آر لخوا ده ته په رسېدونكي تكليف زمونږ سرونه بايد د شرم نه ټيټ شي۔ عبد الحميد خان يو مشر وګړې دې چې عمر ئې 82 كاله دې۔ هغه د اېډوانسډ ټېكس واپسۍ په مد كښې د كال 2020 په خپل انكم ټېكس ريټرن د 2,333 روپو ريفنډ جمع كړې وو۔ د اېف بی آر یونټ افسر په 29 جنورۍ 2021 د ده د ريفنډ دعوی په دې بنياد مسترد كړې وه چې دې د اصل سرټيفكېټ په وړاندې كولو كښې ناكامه پاتې شوې دې۔ اېف بي آر په 24جون 2021 د اېف ټی او د اصل حكم په ضد صدر مملكت سره درخواست جمع كړو۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د اېف بی آر درخواست مسترد كولو سره ووئيل چې شکایت كوؤنكي اعتراف كولو سره د اېډوانس ټېكس كاپۍ جمع كړدي دي كومې چې د اړوندو چارواكو د لارې د جمع كړې شويو سرټيفكېټس مطابق دي۔ كه يونټ آفيسر د سرټیفکېټس د كاپيانو نه مطمئن نه وو نو هغه د دې تصديق كولې شو۔ د اېف بي آر درخواست مسترد كولو سره صدر مملکت عارف علوی ووئيل دا د بېوروکرېټک اتھارټی د افسوس او شرم وړ چال دې ۔ هغه د افسوس څرګندونه وكړه چې د اېف بي آر اهلكار د خپلې محكمې ٬ ، ټېکس محتسب او د صدر پاكستان وخت ضائع كړو۔ د 2,333 روپو دا معامله د يو كال نه تر زياتې مودې زوړنده وساتلې شوه۔ هغه په دې خبره هم د افسوس څرګندونه وكړه چې په اېف بی آر كښې د بېوروکرېټس اوږده لړۍ كښې چا هم په دې معامله غور ونه كړو۔ د دې معاملې د ضرورت نه زيات وخت لپاره د مؤخر كولو دې نوټس واخستلې شي۔ هغه زياته كړه چې زه مشر وګړي ته معذرت كوم۔هغه هدايت وكړو چې په دې معامله كښې دې پرېكړه كوؤنكو سره تاديبي كارروائي وكړې شي او د اېف بي آر چيئرمېن بايد دا باوري كړي چې ذمه وار او نور دې د ترجيحاتو او ښه سلوك زده كولو له بېلو كورسونو څخه تېر كړې شي۔
صدر عارف علوي د اېف بي آر لخوا په انتظامي ناانصافۍ مشر وګړي ته معذرت وكړو
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار