اسلام ??با?? 27 اګست (اے پي پي) د توان وفاقي وزيرسردار اويس احمد خان لغاري وئيلي دي د پنجاب واكمنو لخوا كورنيو صا??فينو ته وركړے شوے ريليف به په سمدستي توګه وركولې شي٬ صا??فينو ته ارزانه بجلي وركولو لپاره اقدامات كوٶ٬ د ايډوانس ټيکنالوجۍ استعمال سره د بجلۍ په غلا كښې كمے او معياري سروس ممكن دے۔ د نهې په ورځ وفاقي سيکرټري ډاکټر محمد فخر عالم عرفان او نورو چارواكو سره په ګډه د اسلام ??با?? اليکټرك سپلائي کمپني (آئيسکو) هيډ آفس دورې په مهال ده د كمپنۍ انتظاميه ته امر كښې ووئيل د پاكستان حکومت او منسټري آف انرجي پاور ډويژن د کرپشن، د بجلۍ غلو او د سهولت كارو په ضد په زيرو ټاولرنس پاليسۍ باور لري او دې سره سره دې ګورنمنټ او پرائيويټ ص??رفينو څخه واجبات او د استعمال شوې بجلۍ يونټس سل فيصده ريکوري ه?? باوري كړې شي او په دې لړ كښې آئيسکو ته د حکومت، د توان وزارت او لا انفورسمنټ ادارو بشپړه مرسته ترلاسه ده۔ په دې موقع وفاقي وزير د آئيسكو چيف ايګزيکټيو محمد نعيم جان ته امر وكړٶ چې د پنجاب حکومت لخوا كورنيو صا??فينو ته په 14 روپۍ يونټ وركولو ريليف دې په سمدستي توګه صا??فينو ته ورسولې شي او په دې لړ كښې به تاخير هېڅ چرې برداشت نه كړے شي۔ ده ووئيل سپېځلتيا باوري كولو لپاره به د ريليف د دې عمل بشپړ مانيټرنګ كولې شي۔ ۔ په دې موقع د آئيسکو بورډ آف ډائريکټرز چيئرمېن ډاکټر طاهر مسعود وفاقي وزير ته په انتظامي او اپرېشن چارو بشپړه بريفنګ وركړو۔ په غونده كښې د آئيسکو بورډ غړو او د آئيسکو سينئر مينجمنټ ګډون وكړو۔
د پنجاب واكمنو لخوا كورنيو صارفينو ته وركړے شوے ريليف به په سمدستي توګه وركولې شي٬ صارفينو ته ارزانه بجلي وركولو لپاره اقدامات كوٶ۔ وفاقي وزير اوېس لغاري
PG Software Honest Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش