ټانک 04 اګست (اے پي پي) وز??راعظم شهباز شريف زور وئېلې دي د سېلاب ځپلو سيمو بحالۍ لپاره اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده٬ د خېبر پښتونخوا حكومت دې ځپليو ته وركونكې معاوضه زياته كړي، خېبر پښتونخوا كښې د بل ګوند حكومت دے خو د صوبائي حكومتونو سره په ګډه د ځپليو خدمت كوٶ٬ په دې خبره زمونږ ترمېنځه هېڅ اختلاف نشته٬ دا د ټول پاكستان مسئله ده٬ په دې به سياست نه كېږي۔ د زيارت په ورځ وز??راعظم شهباز شريف د خېبرپښتونخوا په ټانك او ډېره اسماعيل ضلعو كښې د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړې۔ په دې موقع وز??راعظم د سېلاب له امله د شوو زيانونو او د بحالۍ او ريليف اقداماتو نه خبر كړے شو۔ د ټانك ډپټي کمشنر حميد الله خان وز??راعظم ته ووئيل په فلډ ريليف کېمپ كښې د خوراك څښاك نه علاوه عارضي چهتونه هم باوري كړے شوي۔ وز??راعظم ته ووئيل شول د مرستې په كارونو كښې اېف سي٬ پوځ٬ رېسكيو 1122 او پوليس برخه اخلي٬ په ټانك او ډي آئي خان كښې د بارانونو او سېلاب څخه كورونه او فصلونه تباه شوي٬ لائيو سټاك ته هم زيان رسېدلے ٬ ځپليو لپاره درې ميډيكل كمېپونه جوړ كړے شوي٬ په اماخېل كښې ځپليو لپاره عارضي كمېپ جوړ كړے شوے٬دغسې سېلاب ځپليو ته خوراك وركړے كېږي۔ په دې ډويژن كښې د بارانونو له امله 293 كورونه او 1720 اېكړه ??رعي زمكه هم ځپلې شوې ٬ 143 كورونه په بشپړه ??وګه ړنګ شوي۔ وز??راعظم ته ووئيل شول په ټان?? كښې 11 زره كورونو ته زيان رسېدلے ٬ دوه كسان مړه ??و 7 ژوبل شوي۔ په دې موقع د پي ډي ايم مشر مولانا فضل الرحمان د وز??راعظم مننه كولو سره ووئيل مونږ وز??راعظم ته خواست كړے چې د دې لرې پرتې ځپلې سيمې دوره وكړي٬ په نننۍ دوره مونږ د دوي مننه كوٶ۔ په دې موقع وز??راعظم سېلاب ځپليو لپاره د جوړو كړو ختمه بستو هم دوره وكړه۔ د?? ځپليو كورنيو سره خبرې وكړې او د ماشومانو په سرونو ئې د شفقت ل??س كېښودو۔ د?? ځپليو ته باور وركړو چې وفاقي او صوبائي دواړه ??كومتوبه به بحالۍ لپاره اجتماعي هلې ځلې كوي۔ په دې موقع د مواصلات وفاقي وز??ر مولانا اسعد محمود او د وز??راعظم سلاحكار انجينئر امير نه علاوه نور لوړ پوري هم موجود وو
د سېلاب ځپلو سيمو بحالۍ لپاره اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده٬ د خېبر پښتونخوا حكومت دې ځپليو ته وركونكې معاوضه زياته كړي۔ وزيراعظم شهباز شريف
Vegas Ball Bonanza Integrity Website
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil