برلن 07 اكتوبر (اے پي پي)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئېلي دي پاكستان دا مهال د سيلاب په صورتحال ك??ې د مشكل حالاتو څخه تېرېږي٬د پاكستان په دريو كښې يوه برخه د سيلاب له امله ځپلې شوې٬سيلاب په پاكستان ك??ې د تاريخ لويه تباهي كړې٬د المان دوه ورځنۍ سركاري دورې په موقع د جمعې په ورځ د المان هم څنګ اينالينابيرباك سره شريك خبري كنفرنس ت د وېنا كولو په مهال ده ووئيل په پاكستان ك??ې د سيلاب له امله 3 كروړه 30 لكه خلق نيغ په نيغه ځپلې شوي٬په ځپليو سيمو ك??ې د سيلابي اوبو له امله ګ?? شمېر ناروغۍ خپرېږي۔خارجه وزير ووئيل پاكستان د ماحولياتي بدلون له امله د دې لوي آفت سره مخ شوے٬د ماحولياتي بدلون په سبب جوړېدونكې ګرين هاؤس ګيسز ك??ې د پاكستان برخه د نشت برابر ده۔ده ووئيل مونږ د دې ماحولياتي تباهۍ مخ نيوي لپاره نړيوالې مرستې ته ضرورت لرو ۔بلاول بهټو زرداري ووئيل په اروپائي ائتلاف كښې المان د پاكستان تر ټولو لويې تجارتي پارټنر دے٬د پاكستان او المان ترمينځه ښې سفارتي اړيكې موجود دي۔ده ووئيل په تود هركلي د المان هم څنګ مننه كوم٬په المان ك??ې د پاكستان كميونټۍ لويه شمېره مېشته ده٬د پاكستانو زده كوونكو لپاره المان يو ښه هېواد دے۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ووئيل د المان هم څنګ سره په تجارت او سيمه ايزو مسئلو خبرې شوي۔ده ووئيل افغانستان ته هم د يوكرين غوندې د مرستې ضرورت دے۔په دې موقع د المان خارجه وزير اينالينا بيرباك د پاكستان سيلاب ځپليو لپاره د ل?? يو كروړ يورو وركولو اعلان كولو سره ووئېل په پاكستان ك??ې د سيلاب له امله چې كوم قدر تباهي شوې د دې اندازه لګول مشكله ده ۔ده ووئيل د موسمياتي بدلونونو څخه پاكستان تر ټولو زيات ځپلے كېږي٬د سيلاب له امله په ځپليو سيمو كښې مليريا خپرېږي۔د المان خارجه وزير ووئيل پاكستان د الما?? مهم تجارتي شراكتدار دے٬د المان كمپنۍ په پاكستان ك??ې د بنيادي ډهانچې په پروژو كښې سرمايه كاري كوي۔ ده ووئيل المان پاكستان سره دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو له خوښي لري۔
پاكستان دا مهال د سيلاب صورتحال كښې د مشكل حالاتو څخه تېرېږي۔ د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د المان خپل هم څنګ سره شريك پرېس كنفرنس
Extra Chili Epic Spins Online Site
مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز