اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي راوي سټي او سنترل بزنس ډسټركټ لويه پرمختيائي منصوبه به د لاهور په ښار د آبادۍ فشار كمولو له د مرستې كولو سره سره وګړو له د نړيوال معيار آسانۍ لرونكې استوګنه وركړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د راوي سټي او لاهور سنټرل بزنس ډسټركټ د جاج اخستو غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شوكت فياض ترين٬چوهدري فواد حسېن٬غلام سرور خان٬خاص مرستيال شهباز ګل ٬ د نيا پاكستان هاؤسنګ اتهارټي چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)انور علي حېدر او اړوندو افسرانو ګډون كولو۔د دې نه ځانله صوبائي وزير ميا محمود الرشيد٬د پنجاب وزيراعلٰی صلحكار ډاكټر سلمان شاه او نورو اړوندو افسرانو د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون وكړو۔غونډه د راوي سټي په منصوبه د پېشرفت څخه خبر كړې شوه۔وزيراعظم ووئيل راوي سټي او سنټرل بزنس ډسټركټ د حكومت لويئې پرمختيائي پروژې دي كومې به چې د لاهور په ښار د آبادۍ فشار كمولو سره وګړو له د نړيوال معيار آسانۍ لرونكې استوګنه وركړي۔وزيراعظم د منصوبې په حقله ټولې اړوندې قانوني چارې تر سره كولو سره په ټاكلې وخت كښې په اقدامات د عملدرآمد باوري كولو سپارښتنه وكړه
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د راوي سټي او د لاهور سنټرل بزنس ډسټركټ جاج اخستو له غونډه٬د منصوبې په اړه ټولې قانوني چارې تر سره كولو سره په ټاكلې وخت كښې په ټولو اقداماتو د عملدرآمد باوري كولو سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز