کراچۍ 14 مارچ (اے پي پي) وزیر اعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د کراچۍ رڼاګانې زمونږ حكومت بحال كړې ٬ د كراچۍ عمليات به تر بشپړه امن راوستو نه خ??موٶ٬ كراچۍ ٬ د خيرنتيا ٬ د اوب?? او نورو مسئلو سره مخ ده ٬ هڅه به كوٶ چې صوبائي او بلدياتي حكومتونه خپلې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي٬ كه لاهور او نور ښارونه پرمختګ كولې شي نو كراچۍ ولې نشي ٬ د كراچۍ سركلر رېلوے د سي پېك برخه جوړه كړې شوې ٬ د كراچۍ نه تر لاهور په موټروے كار پېل شوے٬ ګرېن لائن منصوبه به سږ كال بشپړولې شي٬ د كال 2018 په ټولټاكنو كښې به مسلم ليګ (ن) د كراچۍ پشمول ټول سندھ كښې بشپړه برخه اخلي ٬ كاركنان دې سندھ كښې ګوند مضبوطولو له تنظيم سازۍ ته پام لرنه وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د نهې په ورځ په ګورنر هاٶس كراچۍ كښې د مسلم ليګ (ن) سندھ چارواكو ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ وزیر اعظم محمد نواز شریف ووئېل په كال 2013 كښې چې كله مونږ د حكومت واږي په لاس واخستې نو د كراچۍ د امن وضعه ډېره خ??ابه ٶه٬ مونږ د ټولو ګوندون?? په مشاروت كراچۍ كښې د جرائم پېشه عناصرو٬ شر خوښ?? او ترهه ګر?? په ضد عمليات پېل كړل۔ وزیر اعظم ووئيل په څه كم ??لو??و كالو كښې ښار سوله ايز جوړ كړے شو ٬ نن د كراچۍ سړكونه پرامن دي٬ د كاروباري مركزونو رڼاګانې بحال شوې ٬ سوداګره ورورولي بشپړه تحفظ محسوسوي٬ مېندې خپل بچي بې ېرې غېر سكولونو٬ كالجون?? او پوهنتونونو ته لېږي٬ دا ټولې د پاكستان مسلم ليګ (ن) كاميابۍ دي او دا كرېډټ د پاكستان مسلم ليګ حكومت ته پغاړه دے او بايد د كراچۍ اولس هم دا كرېډټ مونږ له راكړي ۔ ده ووئيل د كراچۍ عمليات د كوم سياسي ګوند په ضد نه بلكې د جرائم پېشه عناصر?? په ضد روان دي او د كراچۍ عمليات به تر بشپړه امن نه خ??موٶ۔
د کراچۍ رڼاګانې زمونږ حكومت بحال كړې٬ د كراچۍ عمليات به تر بشپړه امن راوستو نه ختموٶ٬ كراچۍ د خيرنتيا ٬ د اوبو او نورو مسئلو سره مخ ده ٬ هڅه به كوٶ چې صوبائي او بلدياتي حكومتونه خپلې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر