اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي قانون سازي كول د پارلمان استحقاق دے، د عدالتي پرېكړې په اړه رائے وركړې كېدې شي، د خاص چوكو پحقله قانون واضحه دے چې آزاد كانديدانو لپاره په درېو ورځو كښ?? په يو ګژند كښ?? شاملېدل وي، د سپريم كورټ تفصيلي پرېكړې د نظر ثانۍ درخواستونو وركولو ته لا وده وركړې٬ په عدالتي پرېكړه كښ?? يوې داسې ګوند ته ريليف وركرے شو چې كومه فريق نه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د خاص چوكو په اړه د تفصيلي عدالتي پرېكړې پحقله پرېس كنفرنس ته وكړه۔ اعظم نذير تارړ ووئيل حكومت د پارلمان نه دے نو پارلمان چې كوم قوانين جوړ كړي ظاهره خبره ده حكومت له ھغې ته هم كتنه كول دي ، عدليه د آئين تشريح كوي٬ چې مونږ راغلو نو لنډ مهاله حكوم?? ختم شو٬ په اتمه فرورۍ انتخابات شوي او ټولو ته واضحه ده چې څنګه دا انتخابات باوري كړې شوي ٬ د دې كرېډټ چيف جسټس پاكستان قاضي فائز عيسيٰ لري ٬ ھغه اقدام پورته كړو او د سپريم كورټ بېنچ آرډر وكړو چ?? الېكشن به په هر صورت د فرورۍ په اتمه نيټه كېږي۔ اعظم نذير تارړ ووئيل د خاص چوكو پحقله قانون واضحه دے چې آزاد كانديدانو لپاره په درېو ورځو كښ?? په يو ګوند كښ?? شاملېدل وي او دا عمل ستنېدونكے نه دے٬ د آرټيكل 51 له مخې د چوكو تق??يم به د قانون له مخې كېږي۔ ده ووئيل آزاد كانديدان په سني اتحاد كونسل كښ?? شامل شوي او د دې نه وروستو دا معامله ختمه شوې ، آزاد كانديدانو دا نه دي وئيلي چې زمونږ تعلق د تحريك انصاف سره دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په ماضي كښ?? هم ډېر دلېرانه اختلافي نوټ ليكلي شوي٬ اختلاف د مباحثې او منطق ښكلا ده۔ ده ووئيل د هېواد چارې به د قانون له مخې چلېږي٬ اليكشن كمېشن يوه آئيني اداره ده
قانون سازي كول د پارلمان استحقاق دے، تفصيلي عدالتي پرېكړې د نظر ثانۍ درخواستونو وركولو ته لا وده وركړې۔ وفاقي وزير اعظم نذير تارړ
रूलेट ईमानदार मनोरंजन मंच
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری