اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د جمهوريه ترکيه شپږمې د جمهوريت او قامي يووالي ورځې په موقع د پاكستان حكومت او ا??لس د جمهوريه ترکيه حكومت او ا??لس سره د يووالي او بشپړه مرستې پخلے كړے ٬ د جولائي په 15مه نيټه كال 2016 كښې د بغاٶت هڅې په ضد د تركيه مېړني اولس جرات مندانه هلې ځلې دا ظاهروي چې اتحاد، حوصلې ا?? په عزم سره قام په ټولو ستونزو ا?? چېلنجونو قابو موندلے شي۔ د پاکستان د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ خپل جاري بيان كښې وئيلي دي د پاکستان اولس ا?? حكومت د خپل ورور هېواد تركيه اولس ا?? حكومت سره ھغه ټولو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كوي چا چې د تركيه جمهوريت او د استحكام دفاع لپاره ځانونه قربان كړي۔ وياند ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د غېر معمولي اړيكو كومې چې د يو مذهب٬ كلتور٬ ژبې ا?? روحاني ورثې سره تعلق لري د پېړيو راهسې پخوانۍ دي او په هر ازمېښت پورا ختلې دي۔ وياند زياته كړه چې د دواړو اړخونو سياسي ??شران به په قوي عزم د دواړو هېوادونو ترمېنځه تاريخي٬ ګڼ اړخيزه تزويراتي اړيكې لا قوي كوي
د جمهوريت او قامي يووالي ورځې په موقع د پاكستان حكومت او اولس د جمهوريه ترکيه حكومت او اولس سره د بشپړه مرستې پخلے كوي۔ خارجه دفتر
Immersive roulette download portal
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ