اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د پاكستان په 75مه سالګره په هېواد كښې د محبت او برداشت كلتور ته د ودې وركولو د عزم څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د پاكستان بېرغ زمونږ د اتحاد علامت دے، مونږ ټول يو موټې يو، د كركې، تقسيم او فساد خپرولو هره يوه هڅه به ناكامه كړو، ډي چوك تل احتجاج لپاره كارول شوے، نن دلته ځوانان، ماشومان او پوليس اهلكار د آزادې ورځ لمانځي، كله چې هم په دې هېواد كښې جمهوري دور راغلے ، اولس ته ئ?? ګټه رسېدلې، ذوالفقار علي بهټو دې هېواد ته آئين وركړے، نواز شريف هېواد اټومي طاقت جوړ كړے، ټولې صوبې ئې يوې بلې سره تړلې دي، هېواد ته ئ?? وړومبې موټروے وركړې، د هېواد په خاطر ځان قربانوونكو د وسله والو ځواكونو، پوليسو او امنيتي ادارو اهلكارو ته پېرزوينې وړاندې كوو. د خالي په ورځ د اطلاعاتو وزارت، سي ډي اے او د فېډرل ډائرېكټورېټ آف اېجوكېشن تر سيوري لاندې د بېلا بېلو سكولونو د زده كوونكو لخوا د قومي بېرغ پېنټنګ او د ډائمنډ جوبلي فېسټول دستورې ته په خپله وېنا كښې د اطلاعاتو وفاقي وزيرې وو??ي?? چې د پاكستان ځوانان نن هېواد سره د يووالي څرګندونه كوي، مارچ پاسټ لپاره د پوليسو ډلو په رالېږلو د كورنيو چا??و وزير رانا ثناالله، د كورنيو چا??و وزارت، د پوليسو آئي جي او د څلورو واړو صوبو مننه كوو. هغې وو??ي?? چې د هېواد په تاريخ كښې دا وړومبې موقع ده چې د څلورو واړو صوبو د پوليسو ډلې په شاهراه دستور د پاكستان ډائمنډ جوبلي لمانځلو لپاره يو ځائ شوې. هغې وو??ي?? چې د نن د سكولونو زده كوونكو قومي بېرغ تيارولو سره د يووالي څرګندونه كړې، نن زمونږ ځ??انان او ماشومانو په پاكستان ځان قربانولو ته تيار دي. هم دا د كال 1947م جذبه وه. هغې وو??ي?? چې په هېواد كښې 65 فيصده آبادي د ځوانانو ده ، ځوانان به دې هېواد لپاره د كومې قربانې څخه ډډه ونه كړي. وفاقي وزيرې په دې موقع د سكول زده كوونكو سره په ګډه د پاكستان زنده باد نعرې ووهلې. وفاقي وزيرې وو??ي?? چې نن د شپې په 12 بجې به آتش بازي كېږي كومه به چې پي ټي نيغ په نېغه خپروي. هغې وو??ي?? چې د لېزر شو او نېشنل فائر ورك انتظام شوے. د دې څخه وړاندې وفاقي وزيرې په دستوره كښې د خاص مېلمنې په توګه ګډون وكړو. په دستوره كښې د مسلم ليګ ن لارښوده طاهره افضل تارړ، د اطلاعاتو سېكرټري شاهيره شاهد، پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن، د اسلام آباد پوليسو اعلٰی چا??اكي او د سندرغاړو پشمول په لويه شمېره اولس موجود و.
د پاكستان بېرغ زمونږ د اتحاد علامت دے، مونږ ټول يو موټې يو، د كركې، تقسيم او فساد خپرولو هره يوه هڅه به ناكامه كړو، ډي چوك تل احتجاج لپاره كارول شوے، نن دلته ځوانان، ماشومان او پوليس اهلكار د آزادې ورځ لمانځي. مريم اورنګزېب
Lightning Dice Credit URL
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ