د موسمياتي بدلون له امله اوسنو بارانونو كښې پاكستان تر ټولو زيات ځپلے شوے۔ د وفاقي وزيراحسن اقبال د اېن ډي اېم اے چيئرمېن سره خبري كنفرنس
ONE blackjack credit website
APP28-170822
ISLAMABAD: August 17 - Federal Minister for Planning & Special Initiatives Ahsan Iqbal briefing the media about progress on implementation of relief operations in flood-hit areas at NDMA office. APP photo by Umar Qayyum
اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي د موسمياتي بدلون له ا??له په ا??سنو بارانونو كښې پاكستان تر ټولو زيات ځپلے شوے٬د بارانونو له ا??له په بلوچستان كښې تر ټولو زيات ځاني او مالي زيان شوے٬د ماحولياتي بدلون څخه چرته چې كوم باران شوے ؤ اوس هلته نور هم زيات بارانونه شوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز سره شريك خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړی۔ده ووئيل د بارانونو له ا??له د ځپليو كسانو مالي مرسته كوو٬د بارانو??و په ځپليو سيمو كښې د انفراسټركچر ب??الۍ لپاره كار كوو۔وفاقي وزير ووئيل په هېواد كښې د اوسني سېلاب له ا??له د شوي زيان اندازه لګولو لپاره به وفاقي او صوبائي حكومتونه په ګډه سروے كوي٬دې څخه به دې كورنيو سره مرسته كولو له مرسته ترلاسه شي چا چې په تباهۍ كښې د خپلو كورونو نه لاس وينځلې ۔ده ووئيل په سباؤن كښې د آفات په وجه د كېدونكې زيان كمولو لپاره د موسمياتي صورتحال له مخې به د انفراسټركچر ج??ړولو لپاره پرمختيائي شراكتدارو ته منصوبې هم وړاندې كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل وفاقي حكومت د سېلاب په مهال ځپليو كورنيو ته د 10 لكه روپو معاوضه وركولو هم اعلان كړے۔ده ووئيل دا معاوضه 80 فيصده خلقو ته وركړی شوې۔احسن اقبال ووئيل وزيراعظم شهباز شريف هم د بلوچستان سېلاب ځپليو سيمو لپاره په سمدستي توګه د خاص پېكج جاري كولو پريكړه كړې۔ده ووئيل آفت ځپليو سيمو كښې د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام معيار له مخې كورنيو ته به يو پیكج وركولې شي دغسې چې هغوي د راشن پشمول خپل هنګامي ضروريارت پوره كړي۔په دې موقع د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز ووئيل د سېلاب له ا??له تراوسه 630 كسان مړه ا?? 1130 ژوبل شوي۔ده ووئيل د دې آفت له ا??له 72 زره 500 كورونو ته زيان رسېدلے۔ده ووئيل 8 زره 700 كسان محفوظو ځايونو ته منتقل كړے شوي۔ده ووئيل د مرستې كېمپونه جوړ كړے شوي او ځپليو كسانو ته راشن وركولې كېږي او د هغوي د صحت خيال ساتلو لپاره هم انتظامات شوي۔د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ووئيل اړوندې محكمې د اولس ځانونو تحفظ لپاره چمتو دي٬د نن څخه پیل شوو بارانونو له ا??له بندونو كښې د اوبو كچه زياته شوې٬اېن ډي اېم اے او وفاق په ګډه په دې سخت وخت كښې كار كوي٬ 9 لكه خلقو ته راشن وركړے شوے۔ده ووئيل په ځپليو سيمو كښې مېډيكل كېمپس جوړ كړے شوي٬د سېلاب له ا??له ځپليو سيمو ته خوراك٬داروګان٬كمبلې٬مچهردانۍ وركړی شوي٬شپه ورځ كار كوو چې د خلقو په ستونزو كښې كمے راشي