اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف تر 300 يونټس د برېښنا كارونكو صارفينو ته په ??يول پرائس اېډجسټمنټ د رعايت وركولو اعلان سره وئېلي دي د شمسي توان او سيلۍ نه به تر 10 زره مېګاواټ برېښنا پیدا كوو كومې څخه به چې كركيې٬صنعت پشمول نورو څانګو ته ارزانه برېښنا وركولې شي٬د مسلم ليګ(ن)د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړي دې د سېلاب ځپليو مرستې له سره د خپلو ډلو لاړ شي٬عمران نيازي په درې نيمو كلونو كښې دروغ٬بهتان لګول او د نااهلۍ په سهارا معيشت او هېواد تباه كړے٬د نېې پشمول نورې ادارې د سياسي مخالفينو د انتقام لپاره استعمال كړے شوي ٬د پوځ او ادارو په ضد پروپیګنډا كوونكې دې قام وپیژني٬آئي اېم اېف سره په سختو شرائطو د لوظ نامې څه داسې ښكارېږي چې مونږ په خپله پريكړه كولو كښې آزاد نه يو٬د يو ارب 20 كروړ ډالرو پور لپاره هغه پوزه راښكلې وه ٬سږ كال د 20 ارب ډالرو نه زياتې د تېلو په درآمد خرڅ كړې شوي٬د شمسي توان د لارې ارزانه برېښنا پېدا كولو سره به د اربونو ډالرو بچت وشي كوم به چې مونږ د قام په بنيادي آسانيو لګوو۔د زيارت په ??رځ د پارليمان په ??دانۍ كښې د مسلم ليګ(ن)د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل د حكومت سنبهالولو د څلورو مياشتو نه زياته موده شوې٬دا د نمائنده سياسي ګوندونو شريك حكومت دے٬كله چې مونږ اقتدار ته راغلو نو هېواد معاشي تباهۍ او سختو حالاتو سره مخ ؤ ٬د لوي څښتن نامه اخستلو سره مونږ دا اقتدار دې عزم سره سنبهال كړو چې په ګډه به پاكستان د معاشي تباهۍ څخه د بچ كولو هڅې كوو او نتيجې د لوي څښتن د اړخه دي۔ده ووئيل چې كله مونږ اقتدار ته راغلو نو په ابتدا كښې د پیټروليم مصنوعات په بيعو كښې په ??ړيواله منډۍ كښې رېكارډ اضافه وشوه او په تاريخ كښې په ??ړومبي ځل د يو بېرل بيعه د 120 ډالرو نه زياته شوه ٬بل خوا د اقتدار نه تلونكو مونږ لپاره يو كوهې كنستلے ؤ كله چې په ??ړۍ كښې پېټرول ګران وو ننو هغه نااهل او كرپټ حكومت كوم چې په درې نيمو كلونو كښې په ??ېواد كښې د عام وګړي ژوند ښه كولو لپاره د ټكې كار نه دے كړے٬ چې يقين وشو چې اوس يې اقتدار ختمېږي نو په ??زيراعظم هاؤس كښې ناست يو افسر مشوره وركړه چې د پېټروليم مصنوعات بيعې دې ټېټې كړی شي٬د عمران نيازي خو دماغ نشته نو په سمدستي توګه يې د خزانې وزير ته د بيعو ټېټولو ووئيل٬د خزانې وزير هغه سره اتفاق ونه كړو خو دا كار يې وكړو۔وزيراعظم ووئيل د پېټروليم مصنوعاتو په درآمد يواځې سږ كال 20 اربه ډالره خرڅ شوي۔ده ووئيل پاكستان معاشي تباهۍ ته رسونكې هغه حكومت آئي اېم اېف سره خپل لوظونه پوره نه كړل٬كله چې مونږ اقتدار سنبهال كړو نو آئي اېم اېف پروګرام جاري ساتلو لپاره حكومت سره د لوظ نامې د شرائطو پوره كولو شرط كېښودلو۔وزيراعظم وئيل په اګست 2018 كښې په ??ېواد كښې د چينۍ بيعه 52 روپۍ كلو وه ك??مه چې د پي ټي آئي په دور كښې 100 روپۍ كلو ته رسېدلې وه٬د چينې د برآمد پلان جوړ كړے شو او په ??غې سبسډي وركړی شوه۔د دغې هيڅ جواز نه ؤ ٬ ده ووئېل د ډالر په ??قابل كښې د روپۍ قدر كمېدو او په سبسډۍ دې خلقو اربونه روپۍ وګټلې هم داسې اول يې غنم برآمد كړل او بيا يې درآمد كړل۔د كورونا په ??هال په ??ړيوال ماركيټ كښې د ګاز بيعه د يو يونټ څلور ډالره وه خو هغه وخت د اوږدې مودې لوظ نامې ونه كړې شوې او د دې په ??جه بيا وروستو د برېښنا پېداوار لپاره ګران ګاز واخستلے شو٬ د يوكرين روس جنګ په ??جه دا ت??لاسه كول مشكل ؤ ٬څو ځله د اشتهار وركولو سره هم بولي رانغله۔ده ووئيل چې تېر حكومت ميعشت او هېواد سره ك??مه لوبه كړی ما په ژوند كښې نه ده كتلې٬د غلو او ډاكو بيانيې وړاندې او د خبرو نه علاوه هغوي هېڅ نه دي كړې٬اوس د دو?? د دور چارې د ټولو په ??ړاندې دي۔وزيراعظم ووئيل د آئي اېم اېف لخوا د قرض پروګرام بحالۍ سره پاكستان د ډيفالټ كېدو څخه بچ شوے خو دا د خوشحالۍ لمانځلو يا مباركۍ مقابله نه ده چې مونږ په ??رض اخستو خوشحاله شو۔عمران خان غوښتل چې پاكستان سري لنكا شي ځكه د هغه د خزانې پخواني وزير د پنجاب او خېبرپښتونخوا خزانې وزيرانو ته ووئيل چې دو?? دې آئي اېم اېف ته خط وليكي٬د اګست په 29مه نېټه د لوظ نامې څخه يوه ورځ وړاندې دا سازش وكړے شو٬ د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير خط هم راغلو او په 90 ورځو كښې د كرپشن ختمولو خبرې كونكې٬د دې 30 اربه ډالرو راستنونكې او د آئي اېم اېف په ??خ د ويشتونكې٬د 50 لكه كورونو او د 2 كروړه نوكرو وركونكې ٬ د برېښنا بل ته د اور ورته كونكې او د هنډي د لارې د پيسو رالېږلو خبره كونكې اصل څيره ټولو ته معل??مه شوه۔وزيراعظم ووئيل كله چې مونږ په اپوزېشن كښې وو نو زمونږ د ګوند مشرانو سره كوم سلوك نه دے شوے٬هغوي په زندانونو كښې بند كړے شول٬نواز شريف او د ګوند مشرانو په بهادرۍ سره د دې مقابله وكړه٬مريم نواز او د آصف علي زرداري خور سره ن??ان??افي وكړې شوه٬په زندانونو كښې په دو?? سختې وكړی شو۔نن هغه د پاك پوځ په ضد د انشتار خپرولو خبره كوي٬د ادارو تقسيمولو خبره كوي كه كومې ادارې يې نوټس اخستي نو دا خوشبينه خبره ده۔ده ووئيل د هغه نه لوي دروغجن٬مكار٬فريبي او د پاكستان دښمن بل څوك نشي كېدے۔ده ووئيل د دې څخه وړاندې مونږ تر 200 يونټس كاروونكو د برېښنا صارفينو ته د فيول پرائس اېډجسټمنټ رعايت وركړے ؤ كوم چې اوس تر 300 يونټس رسوو۔وزيراعظم ووئيل عمران خان د اسلامي هېوادونو په ??رورتيا پاكستان تنها كړے ؤ
تر 300 يونټس برېښنا كارونكو صارفينو ته به د فيول پرائس اېډجسټمنټ رعايت وي٬ د شمسي توان او سيلۍ نه به تر 10 زره مېګاواټ برېښنا پیدا كوو۔د وزيراعظم شهباز شريف د مسلم ليګ(ن)د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو ته وېنا
Fashionable time credit website
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ