اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چي??رمېن محمد صادق سنجراني ??ئي??ي دي چې د كشميريانو د آزادۍ هلې ځلې به ډېر زر كاميابۍ سره مخ شي٬ 75 كاله اګاهو كشميريانو د آزادۍ د هلو ځلو د لارې د رياست جمو و كشمير د بنياد تيګه اېښودلې وه۔ د ګل په ورځ د كشمير 75م د تاسيس ورځې په موقع كشميريانو سره د يوالي څرګندونې په اړه خپل پېغام كښې ده و??ئي?? ?? پاكستان حكومت او اولس خپلو كشميريانو وروڼو سره ولاړ دے ٬ نړيواله ورورولي دې په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزو نوټس وا??لي٬ په پنځم اګست كال 2019 كښې هند د كشميريانو د خپلواكۍ په حق تور تم جوړ كړو او هند به د خپلو ناوړه چالونو څخه تر ډېرې مودې خپل غېر قانوني تسلط په ځائ ونه ساتلے شي او نه به دغه فاشسټ حكومت د ناوړه چالونو د لارې د كشميريانو عزم او حوصلې ماتې كړې شي۔ محمد صادق سنجراني و??ئي?? مونږ خپلو كشميريانو وروڼو خوېندو سره د دوي د آزادۍ او خپلواكۍ جائز مقصد لپاره اوږه په اوږه ولاړ يو٬ ځكه چې دوي پرله پسې ستونزو سره مخ دي۔ ده و??ئي?? چې نه يوازې د دوي له خپلواكۍ حق څخه سرغړونه كېږي بلكې د دوي د بشري حقونو خلاف وزۍ هم كېږي۔ ده و??ئي?? كشمير اولس د خپلواكۍ حق لپاره ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ د سېنېټ چي??رمېن و??ئي?? نړيواله ورورولي دې كشميريانو ته د دوي دخپلواكۍ حق په ترلاسه كېدو كښې خپل كردار ولوبوي٬ ?? پاکستان حکومت او اولس د مقبوضه کشمير د اولس له هيلو له مخې د دوي د بنيادي حقونو تحفظ لپاره د كشمير كشالې د سپېځلې او سوله ايز حل ملاتړ كوي۔ ده و??ئي?? ?? پاكستان حكومت او پارلمان تل د كشمير مقدمه په هر فورم په بشپړه توګه رامخې ته كړې او د دې شخړي سوله ايز حل لپاره به خپل تعميري كردار لوبول دوامدار ساتي۔
د كشمير 75م د تاسيس ورځ٬ د كشميريانو د آزادۍ هلې ځلې به ډېر زر رنګ راوړي۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني
Amber Blackjack Official Entertainment
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا