اسلام آباد۔5جنوری(اے پی پی)د خارجه چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې مونږ له به په خارجه محاذ پېښ چېلنجونه په نظر کښې نيولو سره د نړيوال معيار ريسرچ مخې ته راوستل وي۔ هغه دا خبره د شورو په ورځ د ريجنل سټډيز انسټيټيوټ دورې په مهال وكړه۔ د آئي آر اېس مشر اېمبېسډر نديم رياض خارجه وزير ته هركلې ووې او هغه ته ئې د انسټيټيوټ د کارکردګۍ په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړو۔ خارجه وزير په دې موقعه د انسټیټوټ آف ریجنل اسټډیز اړوندو محققينو سره ملاقات او د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په خپلو خبرو كښې خارجه وزير ووئيل نن د انسټی ټیوټ آف ریجنل اسټډیز په ذمه ارو كښې څو چنده اضافه شوې ده ٬ مونږ له به په خارجه محاذ پېښ چېلنجونه په نظر کښې نيولو سره د نړيوال معيار ريسرچ مخې ته راوستل وي۔شاه محمود قريشي ووئيل مونږ د وزيراعظم عمران خان د ويژن په رڼا کښې اقتصادي ترجيحاتو ته خاص پاملرنه كوؤ۔ هغه ووئيل نن بدلېدونكې وضعه مونږ نه د خصوصي پاملرنې غوښتنه كوي ٬ په تندۍ سره بدلېدونكې منظرنامه كښې به مونږ له د پېښو چېلنجونو مقابله كولو له په زړه پورې تګلاره وضعه كول وي۔ هغه ووئيل په دې لړ كښې د تھنك ټېنكس او محققينو كردار ډېر مهم دے۔ هغه ووئيل د دې تحقيقي ادارې فعاله جوړولو او عصري غوښتنو سره د دې همغږۍ له د ټولو ممكنه هڅو كولو او وسائلو كارولو عزم لرؤ۔ خارجه وزير د انسټیټیوټ آف ریجنل اسټډیز بېلو څانګو دوره وكړه او د پریذیډنټ انسټیټوټ كاركردګي ئې وستائله۔ خارجه وزير د انسټیټیوټ آف ریجنل اسټډیز دورې په پايه كښې د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم رقم كړل
مونږ له به په خارجه محاذ پېښ چېلنجونه په نظر کښې نيولو سره د نړيوال معيار ريسرچ رامخې ته كول وي٬ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ