پارا چنار 30 جون (اے پي پي) د آئي ??ېس پي آر ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال آصف غفور وئيلي دي چې پاك پوځ ټول هېواد كښې يو برابر امنيتي انتظامات باوري كوي٬ مونږ ټولو له به په ګډه د ترهه ګرۍ لعنت ته ماتې وركول وي٬ د پارا چنار اولس په غوښتنه سرلښكر پارا چنار كښې په پوځي دستو كښې زياتوالې او د سېف سټي منصوبې اعلان وكړو٬ دې سره به امنيتي انتظامات لا ښه شي۔ د?? د جمعې په ورځ دا خبرې په پارا چنار كښې خبريالانو سره ??ولې۔ مېجر جنرال آصف غفور ووئيل ټول هېواد كښې امنيت يو برابر دے٬ د ټول هېواد اولس يو برابر دي٬ مونږ د هر ډول فرقې نه پرته يو٬ مونږ پاكستانيان او مسلمانان يو٬ يو موټې كېدو سره د ترهه ګرۍ دې لعنت له ماتې وركول دي او انشاء الله مونږ به په دې كښې بريالي كېږو۔ د?? ووئيل د ځائي ??لقو غوښتنې ځينې د امنيت پحقله دي او ځينې سياسي وي٬ د امنيت پحقله چې كومه غوښتنه وه د ھغې سرلښكر په سمدستي توګه د پوره ??ولو امر وكړٶ په دې لړ كښې به زياتې ډلې په ځائ كولې ش?? او د سېف سټي اعلان هم شوے دے٬ دې سره به د امنيت انتظام لا ښه شي۔ د?? ووئيل په ټوله افغان پوله د ازغن تار لګولو عمل شروع كړے شوے ٬ په وړومبي پړاٶ كښې ھغه حساس سيمې چرته چې ترهګر د داخلېدو هڅې كوي لګول كېږي او دغسې په دوېم پړاٶ كښې به په ټوله پوله ازغن تار لګولې ش??۔
پاك پوځ ټول هېواد كښې يو برابر امنيتي انتظامات باوري كوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات