اسلام آباد30ستمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د سمندري خيرنوالي (الودګي) كښې كمے د بحري څانګې پائيدارۍ لپاره ضروري دے او پاكستان په دې اړه موثرهڅې كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ورلډ ميري ټائم ورځې په موقع سېمينار ته د اسلام آباد څخه د وېډيو لنك د لارې خطاب كښې كړې۔د دستورې اهتمام د ميري ټائم چارو وزارت په ځايې هوټل كښې كړے ؤ۔صدر ووئيل پاكستان په زړه پورې سمندري وسائل لري او په دې كښې بندرګاهونه او شپ يارډ په قامي معيشت كښې لويې كردار تر سره كوي۔صدر ووئيل د سمندري چارو وفاقي وزير سيد علي حېدر زيدي د پاكستان سمندري حدود او ساحلي سيمو څخه د آلودګۍ خاتمې لپاره هڅې كوي چې په سوب يې د كبانو نيونكې څانګه كښې ښه والې راغلے ۔په دې موقع د سندھ ګورنر عمران اسماعيل خپل خطاب كښې ووئيل د ميري ټائم په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخا امكانات شته خو د بده مرغه سرمايه كار په دې څانګه كښې سرمايه كارۍ لپاره راغب نه شول ۔د يو فيصد څخه هم لږو سرمايه كارو په دې څانګه كښې د سرمايه كارۍ ټاكنه كړې٬ده مشوره وركړه چې دې څانګې پلو د سرمايه كارۍ خوښۍراپېدا كولو لپاره به مونږ له لا كار كولوي۔د دې نه علاوه د لا شپ يارډز جوړولو ضرورت دے۔ده ووئيل ځينې واړه هېوادونه د دې څانګې څخه زيات آمدن ترلاسه كوي۔د سمندري چارو وفاقي وزير سيد علي حېدر خان زيدي ووئيل ځينې څانګې د بليو اكانومي سره تړلې شوي٬موڼږ د كبانو نيوونكو پرمختګ لپاره يو كامياب پروګرام پېل كړے٬هغوي ته په آسانو قسطونو پور وركول پكار دي۔ ده ووئېل شپنګ كمپنو ته د كورونا رنځ څخه زيات زيان رسېدلے او د ټولې نړۍ تجارت د دې څخه ځپلے شوے۔ده ووئيل د ټولې كراچۍ خزله او ګنده اوبه سمندر ته راځي٬ كه چرې د دې مخ نيوې ونه كړے شو نو د كراچۍ ساحلي پټۍ كښې كبان نيونكو ته سخت زيان رسېدے شي٬په دې اړه د واټر ټريټمنټ پلانټس جوړولو لپاره زمونږ وزارت كار كوي دغسې چې د سمندري آلودګۍ مخ نيوے وكړے شي۔
د سمندري خيرنواليپه كمولو كښې پاكستان مهم كردار تر سره كوي۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د نړيوالې ميري ټائم ورځې په موقع سېمينار ته خطاب
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز