اسلام آباد 06 نومبر (اے پی پی) اولسمشر ممنون حسېن پولېنډ ته د توان ٬ كركيلې او فوډ پوسېسنګ په شمول په نورو څانګو كښې د سرمايه كارۍ او په ګډه د پروژو پېشكش كولو سره د دې هيلې څرګندونه كړې چې د دواړو هېوادونو د پارلماني غړو ٬ تجارانو او ا??لس ترمينځه د رابطو زياتوالې به د شريكې مرستې او د اړيكو د ودې سوب وګرځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ا??لس مشر ممنون حسېن د پولېنډ د سېنېټ مارشل سټېنل?? کارزپوسکی سره خبرو كښې وكړه چا چې ا??لس مشر سره سره د خپل پلاوي ملاقات وكړو۔ ??ه دې مهال د سېنېټ چيئرمېن مياں رضا رباني ، سېناتور ګيان چند ، پاکستان كښې د پولېنډ سفير او نور چارواكي هم موجود وو۔ ا??لس مشر د مارشل سټينلا دوره خوشبينه ګرځولو سره ووئيل پاكستانې ا??لس د مېلمنو ډېر قدر كوؤنكې دے۔ ده ووئيل د پاكستان په شمول د نورو هېوادو په پرمختيائي عمل كښې د پولېنډ شراكت د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل ??ه دې لړ كښې د پارلماني پلاويو تګ راتګ به ډېر ګټور وي۔ ا??لس مشر د اروپائي ائتلاف لخوا پاكستان ته د جي اېس پي پلس درجه وركولو په لړ كښې په مرسته كولو د تشكر څرګندونه كولو سره هيله ولرله چې په سباؤن كښې به د دواړو هېوادونو ترمينځھ د مرستې دا لړۍ دوام لري۔ ا??لس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځھ تجارت د ګنجائش څخه ډېر كم دے كوم چې لا زياتېدې شي۔ ??ه دې لړ كښې دې د تجارانو د پلاوي تګ راتګ زيات كړې شي۔ ده د زده كړې ٬ كلتور او سائنس او ټېكنالوجي څانګې سره د تعلق لرونكو پوهانو پلاويو تګ راتګ وړاندېز هم وركړو۔ ??ه دې مهال خپلو خبرو كښې د پولېنډ د سېنېټ مارشل ووئيل پولېنډ پاكستان سره بېلو څانګو كښې اړيكې زياتول غواړي۔ ده د سلامتي كونسل غړې جوړېدو په لړ كښې د پاكستان د ملاتړ هم مننه وكړه۔
د پاکستان پشمول د ټولو هېوادونو په پرمختيائي عمل كښې د پولېنډ شراکت د ستائنې وړ دې
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria