بیجنګ۔16جولائی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چينائي سرمايه كارو ته هغه مراعاتو څخه د ګټې پورته كولو موقعه وركوؤ كوم چې پاكستان غېر ملكي سرمايه كارو ته وركوي۔ ده د چين اوسنۍ دورې په موقعه اے پي پي سره خصوصي خبرو ??ښې ووئيل مونږ په 9 خصوصی اقتصادی زونز كار كوؤ۔ د رشکئی خصوصی اقتصادی زون پرانسته به د روانې مياشتې په پايه ??ښې وكړې شي۔ دغسې په سندھ ٬ پنجاب ٬ او بلوچستان ??ښې نور اقتصادي زونز هم د پرمختګ پراؤنو څخه تېرېږي۔ ده ووئيل د پاكستان ارزان لېبر فورس د سرمايه كارو په ګټه دے۔ ده ووئيل چينائي كاروباري ادارو له پاكستان ??ښې دې اقتصادي زونز ته منتقل كېدل ??ېر په زړه پورې دي۔ ده ووئيل يو شمېر چينائي كمپنۍ پاكستان ته راروانې دي۔ احسن اقبال ووئيل پاكستان د اوبو په محفوظ كولو او په كركيله ??ښې كاركردګي ښه كولو لپاره د آبپاشۍ نوې ټېكنالوجيز هم لټوي۔ ده ووئيل پاكستان په انفارمېشن ټېكنالوجي ??ښې هم همكارۍ كولو ??ښې خوښي لري۔ ده ووئيل د كركيلې ٬ کان کنۍ ٬ آئی ټی، او د توان څانګې چينائي سرمايه كارو لپاره ډېرې ګټورې دي او دوي به په پاكستان ??ښې سرمايه كاري وكړي۔ ده ووئيل د چین لو??ې رئيل اسټېټ کمپنۍ د پاكستان په هاؤسنګ سېكټر ??ښې هم سرمايه كاري كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې ده ووئيل حكومت د چينائي وګړو امنيت لپاره اضافي احتياط كوي۔ ده ووئيل په دې لړ ??ښې په 10,000 اهلکارو مشتمل خصوصي فورس جوړ كړے شوے دے كوم چې په بشپره توګه د سي پېك د منصوبو حفاظت لپاره مخصوص دے۔ دا امنيتي اهلكار د اعلی كچې امنيت باوري كولو له تعينات دي۔
پاكستان د كركيلې ٬ آئي ټي ٬ كان كنۍ او د هاؤسنګ څانګې اپ ګريډ كولو له چينائي سرمايه كارۍ كښې خوښي لري ٬ احسن اقبال
Wild Robbers Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر