اسلام آباد 20 جنوري(اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور وئيلي دي پي ډي اېم د خپل سياسي ژوند آخري چال هم وچلولو٬ مولانا فضل الرحمان د اقتدار لټولو لپاره در په در ټكرې خوري، د فرورۍ په پنځمه نيټه د پي ډي اېم لخوا د مظاهرو اعلان خپل كرپشن پټولو لپاره چغې سورې وهل دي۔ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د پي ډي اېم مظاهرو په ردعمل كښې كړې۔ن ده ووېيل د پاكستان قام جلسې ٬ لانګ مارچ او د استعفاګانو ډرامه ليدلې او په دې ټولو چالونو كښې د اقتدار نه د محرومۍ غم او كرپشن بچ كول واضح دي۔ ده ووئيل مولانا فضل الرحمان د اقتدار لټولو لپاره در په در ټكرې خوري٬ د كشمير كمېټۍ چيئرمېن په توګه د مولانا فضل الرحمان ناقص کارکردګي د قام په وراندې ده
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا