اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی سره د عوامی جمهوریه چین دوهم خارجه وز??ر سن ویډونګ ملاقات کړې چې پكښې د پ??کستان او چین شريكو ګټو لپاره د میشت، انفارمېشن ټیکنالوجی، زراعت او انسانی وسائلو پرمختګ په څانګو كښې مرسته زياتولو له عزم او دې كښې خوښي تكرار شوې ده۔ د پ??کستان په دوره راغلي د چین دوهم خارجه وز??ر سره د خپل پلاوي د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې صدر مملکت سره ملاقات وکړو، پاکستان كښې د چین سفیر جیانګ زیډونګ هم ملاقات كښې موجود وو۔ د ایوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل چين زمونږ نزدې ملګرے هېواد دے كوم چې په هر سخت وخت كښې د پ??كستان ملاتړ كړے۔ ده په دې خبره رڼا واچوله چې سی پیك منصوبې به د پ??کستان د توان ضرورتونه ترسره كولو او اقتصادی پرمختګ كښې مهم كرار ترسره كړي۔ صدر ووئيل پاکستان د سی پیك د اعلیٰ معیار پرمختګ لپاره په زړه پورې ډول لوظي دے، د سی پېك راروان پړاؤ كښې د چین مرسته به د پ??کستان صنعتی پرمختګ لپاره مهمه وي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادی مرستي سره به دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي۔ده د پ??کستان معیشت مستحکمولو كښې د چین مرسته وستائله۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان خپل سماجی او اقتصادی پرمختګ لپاره آئی ټی، تعلیم، صحت، زراعت او د بې وزلۍ ختمولو په څانګو كښې د چين تجربو څخه استفاده کول غواړي۔ ده د دې خبرې پخلې وكړو چې پاکستان به “ون چائنا” پالیسی، تائیوان، هانګ کانګ، تبت، سنکیانګ او د بحیره جنوبی چین پشمول په ټولو بنیادی مسئلو د چین حمایت روان ساتي۔ ده د قامی پرمخ??ګ او جمو او کشمیر شخړې په اړه د پ??كستان د اصولی موقف په ملاتړ کولو د چين مننه وكړه۔ د چین دوهم خارجه ووئيل پاکستان او چین د ملګرتيا دوه اړخيزه اړيكو يو پخوانے تاريخ لري كومې چې وخت سره سره لا قوي كېږي۔ ده ووئيل د سی پېك مثبت نتيجې ترلاسه شوي، دواړه هېوادونه په بيلو څانګو كښې مرستي ته د پ??اختيا وركولو امکانات لري۔ ده مارچ 2020 كښې د کووډ۔19 وبا په مهال د چین دورې په كولو د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي مننه وكړه۔
صدر ډاکټر عارف علوی سره د عوامی جمهوریه چین دوهم خارجه وزير سن ویډونګ ملاقات ، په بيلو څانګو كښې د مرسته زياتولو عزم
10 Lucky Giggles Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : Raging Rhino