اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزیر سینیټر محمد اورنګزیب وئيلي دي د هېواد معاشي او اقتصادي ترقۍ كښې د انفارمېشن ټيکنالوجی صنعت په زړه پوري كردار ترسره كوي،د آئي ټي بر??مدات د قیمتی زرمبادلې مهمه ذریعه ثابتيدې شي۔ده دا خبره د جمعې په ورځ د وزیراعظم د آئي ټي بر??مدات او ترسیلات زر لپاره د کمېټۍ اعلیٰ پائې غونډې ته وينا كښې وكړه۔د غونډې مقصد د آئي ټي بر??مدات د لارې ترسیلات زر كښې اضافې لپاره د ممکنه اقدامات جاج اخستل وو،كوم چې د پاکستان اقتصادي ترقۍ او ډیجیټل معیشت لپاره مهم دي۔په غونډه كښې د انفارمېشن ټيکنالوجي و ټيلی کام وزیر مملکت شزه فاطمه خو??جه، د خزاني وزير صلاحكار خرم شهزاد، د اېف بي آر چیئرمېن ، د سټيټ بینك ګورنر ، د پاکستان سافټ ویئر ایکسپورټ بورډ سي اي او ، سیکرټري او سپیشل سیکرټري آئي ټي و ټيلی کام، د آئي ټي و ټيلی کام ممبر او د خزاني وزارت سینئر چارواكو ګډون وكړو۔د خزاني وز??ر د پاکستان اقتصادي ترقۍ كښې د آئي ټي څانګي په اهمیت رڼا واچوله ۔ ده ووئيل د آئي ټي څانګې بر??مدات د قیمتی زرمبادلې مهمه ذریعه ثابتيدې شي،د آئي ټي بر??مدات بشپړه صلاحیتونو څخه استفادې لپاره شريكو هڅو ، د سباؤن پالیسو او په هدف اډانه اصلاحات ته اړتيا ده۔په غونډه كښې په دې څانګه كښې په موقعو او چیلنجونو رڼا واچولې شوه او ترسیلات زر كښې اضافې لپاره د سرمايه نقل و حرکت آسانولو ته پام لرنه وشوه ۔په غونډه كښې ووئيل شول پاکستان كښې 2.32 ملیونه فری لانسرز دي چې پكښې د آئي ټي بر??مدات كښې 15 فیصده بر??ه لري دغسې په دې كښې يواځي 38,000 بینك اکاؤنټس موجود دي۔ سټيټ بینك له مخې هره اونۍ كښې 500 نوي اکاؤنټس پرانستلې كېږي۔د سټيټ بينك ګورنر کمېټي د دې چیلنجونو مخنيوي لپاره د اقدامات او پیش رفت څخه خبر كړه۔ خبرو كښې د ادآئيګیو نړيوال ګیټ ویز په شان تر پے پال رسنې په سمدستي حاجت او په ځائې كچه د دې په حل زور راوړلے شو٬ دغسې چې د آئي ټي سره منسلك پیشه وره كسان او فری لانسرز خپلواكه كرې شي او د پاکستان نړيوال مسابقتی صلاحیت زيات كرې شي۔د خزاني وزیر معیشت كښې د مهم شراکت دار په توګه د آئي ټي څانګي پرمختګ لپاره د حکومت د عزم پخلے وكړو۔ده په ټولو شراكت دارو زور راوړو چې په ګډه په چیلنجونو قابو موندلو ، آئي ټي بر??مدات ته ودې وركولو او پاکستان د نړيوال آئي ټي صنعت كښې يو مسابقتی لوبغاړي په توګه مستحکمولو له كار وكړي۔
د هېواد معاشي او اقتصادي ترقۍ كښې د انفارمېشن ټيکنالوجی صنعت په زړه پوري كردار ترسره كوي۔ د خزاني وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب
Lucky Piggy Honest Betting Platform
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر