اسلام آباد۔1دسمبر(اے پی پی) د ا??لاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د زياتېدونكې آبادۍ په مسئله قابو موندلو له صوبو ته د مختلف وزارتونو جوړولو وړاندېز وركولو سره وئيلي دي د نړۍ آبادي 8 اربه او د پاكستان 23 كروړه ته رسېدلې ۔ د تېرو 75 كلونو په مهال د پاكستان آبادي 3 كروړه څخه 23 كروړه ته ??رس??ده۔ په كال 2030 كښې د پاكستان آبادۍ 26 كروړه 30 لكه او په كال 2050 ﺀ كښې 33 كروړ 80 لكه ته د رسېدو امكان دے۔ د آبادۍ په لحاظ سره پاكستان د نړۍ 5 م لوي هېواد شو٬ د زياتېدونكې آبادۍ په مسئله قابو موندلو له به ډېر زر نېشنل اېمرجسني پلان جوړ كړے شي۔ وزیراعظم شهباز شریف راروانه اونۍ د نېشنل ټاسك فورس غونډه رابللې٬ نېشنل ټاسك فورس كښې صوبو ته نمائندګي وركړې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزيرې د پاپولې??ن كونسل جوړېدو 70 سالګرې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل د آبادۍ زياتېدو سره د زده كړې ٬ روغتيا او نورو خذماتو مسئلې رامخې ته كېږي۔ دې ووئيل د ا??لسم بدون څخه وروستو د زده كړو ٬ روغتيا او خذمات ذمه واري صوبو ته سپارلې شوې ۔ دې ووئيل د پاكستان په آبادۍ كښې 2 فيصده كلنه اضافه كېږي۔ دې ووئيل زياتېدونكې آبادۍ سره په رامخې ته كېدونكو مسئلو قابو موندلو له به ګامونه پورته كول وي او په دې لړ كښې به مونږ ټولو له خپل كردار ترسره كول وي۔ مریم اورنګزېب ووئيل د سېلاب په څير د قدرتي آفت په نتيجه كښې اولس په دې وروستيو كښې لويې تباهۍ سره مخ پاتې شو۔ تباهي كونكي سېلاب په پاكستان كښی كوچينان او مېرمنې زياتې ځپلې دي۔ دې ووئېل په ماضي كښې پارليمان كښې د قومي كنفرنس په منظور كړې اعلا??يه كښې د هدفونو ښكاره تعين شوے ٬ په اعلا??يه د صوبو لاس ليك هم موجود دے ٬ د دغې هدفونو او او تجويز كړو اقداماتو بحالۍ ته اړتيا ده۔ د ا??لاعات وزيرې ووئيل مونږ د پالېسي سازۍ ٬ قانون سازۍ او بيانيې تشكيلولو سره سره مطلوبه هدفونه سر كولې شوو۔ دې ووئيل پخوا د منصوبه بندۍ څانګې د اولس دې مسئلې څخه خبرولو كښې بنيادي كردار ترسره كړے۔ وفاقي وزيرې باور وركړو چې د زياتېدونكې آبادۍ په اړه به په ډيجيټل ميډيا د اولسي شعور بېدارولو او د بيانيې تشكي?? له د پاپولې??ن كونسل هر ډول ممكنه مرسته كولې شي
د زياتېدونكې آبادۍ په مسئله قابو موندلو له دې صوبې مختلف وزارتونه جوړ كړي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د پاپولېشن كونسل دستورې ته خطاب
Gem Salvation APP game website
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil