اسلام آباد۔14دسمبر(اے پی پی) د تاجكستان صدر امام علي رحمان د شورؤ په ورځ په دوره ورځنۍ دوره پاكستان ته راورسېد۔ د اسلام په نړيوال هوائي مېدان وفاقي وزير س??د نويد قمر پاكستان ته په رارسېدو د تاجكستان صدر امام علي رحمان ته تود هركلے ووې۔ په دې موقعه ده ته د 21 توپو سلامي وكړې شوه او په روايتي جامو كښې كوچنيانو ده ته ګلدستې وړاندې كړې۔ ده ته د دې دورې بلنه وزيراعظم شهباز شريف وركړې وه۔ تاجك صدر به د خپلې دورې په مهال په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په پياوړتيا د خيالاتو څرګندونه كوي۔ هيله ده چې د ده دورې په مهال به يو شمېر لوظنامې او د مفاهمت يادښتونه هم لاس ليك شي۔ د پاكستان او تاجكستان ترمينځه پخوانۍ تاريخي ٬ كلتوري او مذهبي ا??يك?? په ګډ احترام او غېر معمولي همغږۍ اډانه دي۔ دواړه هېوادونه په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو يو ډول دريځ لري۔ هيله ده چې د تاجك صدر د پاكستان دې دورې سره به په بېلو څانګو كښې همكاري لا ژوره او زياتېدونكي جيو اكنامك هكماري لا قوي شي۔
تاجك صدر امام علي رحمان اسلام آباد ته راورسېد ٬ وفاقي وزير سيد نويد قمر يۍ هركلے وكړو
Wild Hot 40APP entertainment official website
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina