اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د قطر امير شېخ تمېم بن حمد الثاني د ټېلي فوني تماس د لارې د شريكې خوښې په دوه اړخيزه او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ده ٬ وزيراعظم د قطر امير ته د جنورۍ په 9مه نيټه كال 2023 په جنيوا كښې ?? ملګرو ملتونو سره په ګډه كوربتوب كښې ?? پاكستان پحقله د موسمياتي بدلون اثرات په اړھ په نړيوال كنفرنس كښې ?? ګډون كولو بلنه وركړې ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ وزيراعظم په پاکستان كښې ?? تباهۍ كونكې سېلاب نه پس د قطر لخوا په مرسته د امير قطر مننه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلون د منفي اثرات زيان نه بحالۍ او بيا رغونې لوي چېلنج سره مخ دے ۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان خپل محدود وسائل تر ممكنه حده استعمال كړي، په ځپلو سيمو كښې ?? بحالۍ او بيا رغونې د سخت چېلنج مخنيوي او په سباٶن كښې ?? موسمياتي بدلون منفي اثرات نه بچ كېدو لپاره پرله پسې نړيوال ملاتړ او يوالي ته اړتيا ده ۔ وزيراعظم د قطر امير ته د فټ بال ورلډ کپ په كاميابۍ سره په كوربتوب مباركي وركړه چا چې لوبو لپاره نړيوالو مقابلو لپاره يو نوے معيار قائم كړے٬ دغسې وزيراعظم او د قطر امير د شريكې خوښې په دوه اړخيزه او نړيوالو چارو هم مختصر خبرې وكړې
د وزيراعظم شهباز شريف د قطر امير شېخ تمېم بن حمد الثاني سره ټېلي فوني تماس٬ د شريكې خوښې په دوه اړخيزه او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه
Rich emoticons APP game platform download
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر