جنيوا 09 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيلي دي د لاكهونو سېلاب ځپلو پاكستانيانو او د ځپلو سيمو بيا رغونې او بحالۍ لپاره پاكستان د ??ړي??الې ورورولۍ٬ دوست هېوادونو٬ ګڼ اړخيزه او د دوه اړخيزه شراكتدارو معاونت ته اړتيا لري، پاکستان د خپلو ??ړي??الو ادائيګو او ذمه وارو عزم لري٬ پاكستان بېلا بېلو څ??نګو كښې اصلاحات كوي٬ بدترين سېلاب د پاکستان ضرورتونه زيات كړي، پاکستان له مختصر او د مېنځنۍ مودې لپاره مالي معاونت او ګنجائش پكار دے۔ د دې خيالاتو څ??ګندونه د خزانې وزير د ګل په ورځ د سوئټرزلېنډ په جنيوا ښار كښې انټر نيشنل کنفرنس آن کلائميټ ريزيليئنټ او د پاکستان وړومبني پلېنري سېشن د مشتركه صدارت په مهال كړې۔ د خزانې وزير ووئيل پاکستان د ماحولياتي او موسمياتي اثر??ت، د روسيه-يوکرائن جنګ، ??ړي??الې کساد بازارۍ او د غربت غوندې مسئل?? سره د وړاندې نه مخ دے٬ د دې حالاتو په تناظر كښې هېواد د تاريخ بدترين سېلاب سره مخ شوے٬ د تېرو 30 كالو په مهال په وړومبي ځل تېر كال پشكال كښې شپږ چنده زيات بارانونه شوي چې ورسره ګرد هېواد په خاص توګه سندھ او بلوچستان كښې تباهي او زيان شوے٬ ده ووئېل سېلاب څخه په مجموعي توګه درې كروړه 30 لكه كسانو نه زيات ځپلې شوي٬ 1700 كسان مړه او 13 زره ژوبل شوي٬ 30 زره كلوميټره سړكونه او سترې لارې تباه شوي ،440 پلونه تباه شوي، په 500 مېليونه اېكړه زمكه ولاړ فصلونه تباه شوي او نزدې دوه مېليونه كورونه په عارضي او جزوي توګه ځپلې شوې او لس لكه څاروي مړه يا بې دركه شوې دي
بدترين سېلاب د پاکستان ضرورتونه زيات كړي، پاکستان لپاره د لنډې او د مېنځنۍ مودې مالي معاونت او ګنجائش پكار دے۔ د خزانې وفاقي وزير محمد اسحاق ډار
Quick Winner APP download link
مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز