اسلام آباد 28مارچ (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب قامي او د څلورو واړو صوبائي اسمبليو ټاكنې په يو وخت كولو٬ د ټاكنو كميسون په اختيارات كښې د لاس وهنې نه كولو او د اجتماعي دانش د دستوري چارو سماعت د فل كورټ د لارې كولو له قرارداد د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې وړاندې كړو كوم چې په يوه خله منظور كړے شو۔ د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب دا قرارداد په قامي اسمبلۍ كښې وړاندې كړو ۔په قرارداد ك??ې وئېلي شوي دا ايوان په سياسي چارو كښې د عدليې بې جا مداخلت د سياسي عدم استحكام سبب ګڼي??دا ايوان په ازخود نوټس كيس 1/2023 كښې د څلورو ججانو صاحبانو پريكړه او د رائے تائيدولو سره په دې د عملدرآمد غوښتنه څخه دا هيله لري چې اعلٰی عدليه به په سياسي او انتظامي چارو كښې د لاس وهنې نه ډډه وكړي??دا غونډه وائي چې الېكشن كمېشن يوه آزاد٬خپلواكه آئيني اداره ده كومه چې د آئين آرټيكل 2018 له ??خې د سپيځلو او آزاده ټاكنو پابند ده٬د ټاكنو كميسون په آئيني اختيارات كښې دې مداخلت ونه كړے شي او الېكشن كمېشن ته دې د تر لاسه اختيارات له ??خې سازګار حالات كښې د الېكشن كولو موقع وركړی شي۔قرارداد ك??ې وئېلي شوي دا ايوان دا ګني چې په هېواد ك??ې د معاشي استحكام لپاره سياسي استحكام ضرورې دے??دا ايوان ګڼي چې د آرټيكل 218 له ??خې د سپيځلو او آزادانه ټاكنو لپاره په آرټيكل 224 په بشپړه توګه عمل كولو سره د ټولو اسمبلو ټاكنې په يو وخت د غېر جانبداره نګرانو حكومتونو له ??خې كول پكار دي دغسې چې د حقيقي سياسي استحكام پلو مخ په وړاندې لاړ شوو ۔په قرارداد ك??ې وئېلي شوي دا ايوان وائې چې هغه دستوري چارې چې پكښې د اجتماعي دانش ضرورت وي او د هغې غوښتنه هم وي د داسې چارو سماعت دې د عدالت عظمٰی فل كورټ بېنچ وكړي۔دغسې سپيكر قرارداد قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړو كوم چې په يوه خله منظور كړے شو
د ټولو اسمبلو انتخابات دې په يو وخت وكړے شي٬د الېكشن كميشن په آئيني اختيارات كښې د لاس وهنې څخه دې ډډه وكړې شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په قامي اسمبلۍ كښې وړاندې كړے قرارداد په يوخله منظور كړے شو
Want Want Want Want APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت