اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف کوه پېما نائله کياني او ثمينه بېګ ته د نړۍ د نهمې لوړې څوكې نانګا پربت په سر كولو مباركي وركولو سره وئيلي چې د نړۍ تر ټولې دنګې څوكې ماٶنټ اېورسټ نه پس د نانګا پربت په څير د زياتې خطرناكې څوكې سر كوؤنكو لومړو مېرمنو كېدو درناوې ترلاسه كولو سره دوئي يو وارې بيا په ??ړۍ كښې د پاكستان نامه روښانه كړې ده۔ د ګل په ??رځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل ثمينه بېګ او نائله کياني ثابته كړه چې د دوي همت٬ عزم او اراده د دغه څوكو نه هم زيات لوړ والې لري او دوي د پاكستان د همت لرونكو مېرمنو نمائنده دي كومې چې په خوارۍ ٬ لوړو ارادو او د مقصد ترلاسه كولو په ??څو كښې د چا نه وروستو نه دي۔ ده دعا وكړه چې ثمينه بېګ، نائله کياني او د دوي په څير د قام نورې لونړا دغسې په ??ړۍ كښې د پاكستان نامه روښانه كوي او كاميابۍ دې ترلاسه كوي۔ د يادونې وړ ده چې وزيراعظم په ??ئي كال 2023 كښې نائله کياني له د ستاره امتياز اعزاز وركړې ٶ٬ نائله کياني دوېمه پاكست??نۍ مېرمن كوه پېما ??ه كومې چې ماٶنټ اېورسټ سر كړې ٶ۔ دې نه وړاندې ثمينه بېګ وړومبۍ پاکست??نۍ مېرمن وه چا چې ماونټ اېورست سر كړې ٶ۔
وزيراعظم شهباز شريف کوه پېما نائله کياني او ثمينه بېګ ته د نانګا پربت په سر كولو مباركي وركړه
Tsar Treasure Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری