اسلام آباد۔14مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ټولو وفاقي وزارتونو ته د نجكارۍ په اړه د ضروري كارروائۍ تر سر?? كولو او نجكاري كمېشن سر?? د مرستې امر كولو سر?? وئيلي دي د نجكارۍ عمل كښې سپېځلتيا ته به تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كولې شي٬ د سر??اري ملك??تي ادارو نجكارۍ سر?? به د ټيكس وركوؤنكو پيسه بچت شي او د سر??سز وركولو معيار له به مرسته ترلاسه شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپله مشرۍ كښې د نجكارۍ وزارت او كمېشن چارو په اړه د جاج اغستو مهمه غونډه كښې وكړه۔ په غونډه كښې د دفاع او هوا بازۍ وفاقي وزير خواجه آصف، د خزانې او محصولاات وفاقي وزير محمد اورنګزیب ، د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان ٬ د توان وفاقي وزير اوېس احمد خان لغاري ٬ د نجكارۍ وفاقي وزير عبد العليم خان ٬ د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک ، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه ، د وزيراعظم کوآرډینیټر رانا احسان افضل او اړوندو سر??اري اعلی چارواكو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د نجكارۍ وزارت او د نجكارۍ كمېشن لخوا د نجکارۍ پروګرام 2024 څخه تر 2029 روډ مېپ وړاندې كړے شو۔ وزیراعظم د غونډې په پېل كښې ګډون كوؤنكو ته دا خبره ښكاره كړه چې د اسټرېټجک سرکاري ملکیتی ادارو نه بغېر به د ټولو سر??اري ملك??تي ادارو نجكاري كولې شي۔ ده ووئيل د اسټرېټجک سرکاري ملکیتی ادارو نه ځانله پاتې ټولې سر??اري ملك??تي ادارې كه هغه ګټورې دي يا په خساره رو??نې دي پرائیویټائز كولې به شي۔ په دې لړ كښی وزيراعظم ټولو وفاقي وزيرانو ته د ضروري كارروايۍ كولو او نجكاري كمېشن سر?? د مرستې هدايت وكړو۔ ده ووئيل د حكومت كار كاروبار كول نه بلكې داسې چاپېريال باوري كول دي چرته چې كاروبار او سر??ايه كاري كوؤنكو لپاره آسانۍ برابر كړې شي۔ ده ووئيل د حکومتي ملکیتی ادارو نجکارۍ سر?? به د ټېكس وركوؤنكو پېسه بچت شي او دې سر?? به د سر??سز معيار پياوړے كولو له مرسته ترلاسه شي۔ وزيراعظم په سختۍ سر?? هدايت وكړو چې د نجكارۍ عمل كښې سپیځلتيا ته به تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كولې شي۔ ده د پاکستان انټرنېشنل ایئر لائنز کمپنی لمېټډ د نجكارۍ په اړه د بډنګ په شمول د ټولو مهمو پړاؤونو په ټي وي د نېغ په نېغه خپرولو هدايت وكړو۔ وزيراعظم زياته كړه چې د نورو ادارو د نجكارۍ عمل پړاؤنه به هم نېغ په نېغه په ټي وي ښودلې شي۔ غونډه كښی د سر??اري ملك??تي ادارو د نجكارۍ په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول د پی آئی اے نجکارۍ اړوند پری۔کوالیفکېشن عمل به د مئي تر پايې بشپړ كړے شي۔ غونډې ته دا هم ووئيل شول چې د رو?? ویلټ هوټل نجکارۍ په اړه د ضروري مشاورت عمل رو??ن دے۔ دغسې متحدہ عرب امارات سر?? د فرسټ وېمن بېنک لمېټډ ګورنمنټ ټو ګورنمنټ ټرانزېکشن رو??ن دے۔ غونډې ته ووئيل شول د برېښنا وېش كمپنۍ په نجکاری پروګرام 2024-2029 كښې شامل كړې شو??۔ ??ه غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته ووئيل شول خسارې سر?? مخ سر??اري ملك??تي ادارې به په ترجيحي بنيادونو پرائیوټائز كولې شي۔ دغسې د نجکارۍ عمل ګړندے او فعاله كولو له په نجكاري كمېشن كښې د كار پوهانو پری کوالیفائیډ پېنل تعیناولے شي
د نجكارۍ عمل كښې سپيځلتيا ته به تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كولې شي٬ د سركاري ملكيتي ادارو نجكارۍ سره به د ټيكس وركوؤنكو پيسه بچت شي او د خدمات وركولو معيار له به مرسته ترلاسه شي٬ وزيراعظم شهباز شريف
Mummy National Treasure Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha