اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی د اسلام آباد وګړو سهولت لپاره 5 سروسز جاري كولو اعلان كولو سره وئيلي چې د ??ول?? اقداماتو مقصد د اسلام آباد وګړو له ښه او تند رفتاره خذمات وركول دي،ډير زر به اسلام آباد يو مثالی ښار جوړ كړو۔ ده د سی ډی اے دورې په موقع غونډي ته وينا كوله۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوی په اسلام آباد كښې كیپیټل ایمرجنسی سروسز جاري كولو ،كیپیټل ویسټ مېنجمنټ كمپنی، كیپیټل سېف سټی اتھارټی،سی بی ډی اسلام آباد او كیپټل واسا جوړولو اعلان وكړو۔وفاقی وزیر محسن نقوی د سی ډی اے چئیرمېن او چیف كمشنر اسلام آباد محمد علی رندھاوا له ټاسك وركړو۔وفاقی وزیر د سی ډی اے هیډكوارټر دورې په مهال ایمبولینس 1122 او فائر بریګیډ عملے سره م??اق??ت وكړو او په ښه ډول په فرائض ترسره كولو ئې د ستائنه وكړه۔سی ډی اے ایمرجنسی سروس ډاكټر عبد الرحمان بریفنګ كښې ووئيل ایمبولینس، ف??ئر بریګیډ او واټر ریسكیو سروس به د كیپټل ایمرجنسی سروسز ترمخه كولې شي۔وګړي د كوم هم هنګامی حالت په صورت كښې په 1122 كال كولو سره ایمرجنسی سروسز ترلاسه كولې شي۔یونیفائیډ ایمرجنسی كنټرول روم به جوړولې شي۔د ګاړو به د جی پی ایس ?? لارې لائیو ټریكنګ كولې شي۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوی ووئيل د عملے ټریننګ ته دې خاص پام لرنه وكړې شي ۔ده په ښار كښې ایمرجنسی سروسز 1122 نوې سټیشن جوړولو او په منظور شوې چوكو په میرټ د بھرتو كولو سپارښتنه وكړه۔ده ووئيل په اسلام آباد كښې د ایمبولینسز شميره به زياتولې شي۔د سی ډی اے چئیرمېن او چیف كمشنر اسلام آباد محمد علی رندھاوا، ډپټی كمشنر اسلام آباد عرفان میمن او ایمرجنسی سروسز ډاكټر عبد الرحمان او نور چارواكي په دې موقع موجود وو۔
اسلام آباد وګړو سهولت لپاره 5 سروسز جاري كولو اعلان، اسلام آباد به يو مثالی ښار جوړولې شي ۔ د كورنيو چارو محسن نقوی
Olympus Rise Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی