اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د وزیراعظم د بین الصوبائي رابطو لپاره صلاحكار رانا ثناءاللہ وئيلي دي د محکمانه لوبو بحالي د وزیراعظم د لوبو څانكې ته خاص پام لرنې نتيجه ده، د محكمانه لوبو بحالۍ سره دې د مالي خدشات نه غير خپل پرمختګ او کارکردګۍ ته پام لرنه وكړې شي۔ د دې خيالاتو خرګندونه ده د ز??عي ترقیاتي بینك صدر طارق یعقوب سره په خپلو خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ د خپل پلاوي سره ده سره ملاقات کولؤ۔ ملاقات كښې وفاقي سیکرټري ندېم ارشاد کیاني او د سپورټس بورډ اعلیٰ چارواكي هم موجود وو۔د بین الصوبائي رابطه وزارت د اړخه جاري شوې اعلامیې له مخې ملاقات كښې د نېشنز کپ سيالو كښې شريكې د پاکستان هاکۍ ډلې پولینډ څخه آن لائن ګډون وكړو۔ اعلامیې له مخې د پاکستان هاکۍ ډلې دوه لوبغاړو له ز??عي ترقیاتي بینك كښې نوكرۍ ور??ړې شوې، لوبغاړو كښې منیب الرحمن او احتشام اسلم شامل دي۔په دې موقع د ز??عي ترقیاتي بینك صدر طارق یعقوب اپائنمنټ لیټر رانا ثناءاللہ ته وسپارلو۔ رانا ثناءاللہ ووئيل د محكمانه لوبو بحالي د وزیراعظم د لوبو څانګې ته د خاص پام لرنې نتیجه ده، محکمانه ډلو په تاریخی توګه د ټیلنټ پې??ند??لو او روزنه كښې مهم كردار ترسره كړے۔ده ووئيل محكمانه لوبې لوبغاړو له منظمه تربیه ، مسابقتی موقعې او مالی مرسته ور??وي، د محكمانه لوبو بحالۍ سره لوبغاړي مالی خدشات نه غير خپل پرمختګ او کارکردګۍ ته پام لرنه كولې شي۔
د وزیراعظم صلاخكار رانا ثناءاللہ سره د زرعي ترقیاتي بینك صدر سره د پلاوي ملاقات،د محکمانه لوبو په بحالۍ خبرې
Tomb of Treasures Reliable Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک