اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د کل جماعتي حري?? کنفرنس آزاد جمو و کشمير شاخ غونډه په اسلام آباد كښې د کنويئنر محمود احمد ساغر په مشرۍ كښې شوې چې پكښې د پونچھ او ډوډه شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړ?? شوې ۔ د کشمير ميډ??ا سروس له مخې هندي ځواكونو (9 راشټريه رائفلز او “را” ا??لك??رو) په ګډه د اګست په دوېمه نيټه 1998 كښې د پونحھ په سيالاں سيمه كښې د يوې كورنۍ 19 كسان د شپې په تياره كښې شهيدان كړي ٶي كومو ته چې تراوسه انصاف نه دې وركړې شوې ٬ د دې كورنۍ جرم دا ٶ چې د ھغوي يو زوې حريت پسند ٶ٬ په تېره اوونۍ كښې د جولائي په 25مه د ضلع ډوډه ??ه كوټال سيمه كښې هم د يوې كورنۍ پنځه كسان شهيدان كړ?? شوي چې پكښې درې مېرمنې يو سړے او يو كوچنې شامل وو٬ د پېښې پلټنو لپاره يو شمېر تش په نامه كمېشن جوړ كړ?? شي خو تر اوسه كوم تورن ته سزا نه د وركړې شوې۔ په غونده كښې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو كونسل څخه اپيل شوې دې چې ھغوي دې د دې پېښو تحقيقاتو لپاره كمېشن جوړ كړي او په مقبوضه كشمير كښې د يو شمېر لسيزه راهسې د بې ګناه كشمريانو په قتل عام دې هند ذمه وار ګرځولې شي۔ په غونډه كښې په پنځم اګست د اسحتصال ورځ پحقله بېلا بېل پروګرامونه ترتيب كړ?? شول۔ د غونډې په پائې د كشمير شهيدانو او پاكستان او آزاد كشمير كښې د سېلاب له امله د حق رسېدليو بخښنې لپاره دعا هم وكړې شوه۔
د کل جماعتي حريت کنفرنس آزاد کشمير شاخ لخوا د پونچھ او ډوډه شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې
Cash or Crash Integrity Platform
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک