اسلام آباد 30 دس??بر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان وئيلي دي چې وفاقي حکومت د اسلام آباد هائي کورټ (آئي اېچ سي) په اسلام آباد كښې د بل??ياتي انتخابات كولو د امر په ضد د انټرا کورټ اپيل دائ?? كولو پرېكړه كړې ده۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې حكومت په اسلام آباد كښې د بل??ياتي انتخاباتو كولو په پوزېشن كښې نه دے٬ مونږ د كورټ د پرېكړې احترام كوٶ خو د انتخاباتو تابيا ممكن نه وه ځكه چې په دومره لنډ وخت كښې انتظامات نشو كېدې۔ ده ووئيل دا امر ماښام د دفتري وخت نه پس جاري شوے دے۔ ده استفسار وكړو چې آيا د انتخاباتو انتظامات څنګه ممكن دي؟۔ ده ووئيل زر پولنګ سټېشن ته امنيت وركولو ته اړتيا ده او پولنګ عمله په سټېشنز تعينات نه ده او تر اوسه پولنګ ستېشنز ته انتخابي مواد نه دي رسولې شوي۔ ده ووئيل ذكر شوې پولنګ سټېشنز ته امنيت وركولو ممكن نه ٶ، ??كه چې يوازې د اسلام آباد پوليس سکيورټي وركولو لپاره كافي نه دے ۔ ده ووئيل حكومت له به امنيت لپاره رې??جر?? او اېف سي تعينات كول وي۔ ده په پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) تور لګولو سره ووئيل چې پي ټي آئي د اسلام آباد په بل??ياتي ټاكنو كښې د دوه كالو نه زيات تاخير كړے دے۔ د هېواد د مالياتي پوزيشن پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په معاشي محاذ ستونزې شته خو د ديواليه كېدو خطر نشته٬ په غېر ملكي اېجنډا كا?? كوٶنكې سياسي جماعت د ډېفالټ كېدو ډنډورې خپروي۔ ده په پي ټي آئي او عمران خان تور ولګولو چې دوي هېواد دښمنه عناصرو په ګډه هېواد كښې په كورنۍ او بهرنۍ كچه خلل اچوي
وفاقي حکومت د بلدياتي انتخابات كولو د امر په ضد د انټرا کورټ اپيل دائر كولو پرېكړه كړې ده۔ داخله وزير رانا ثناء الله
Bonus Queen APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado