اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) د اطلاعات?? او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي څلور كاله د اولس اوړه ٬ چيني او روټۍ لوټ كوؤنكے اوس وزيراعظم مفت آټا سكيم متنازعه كوي۔ دومره غليظ ذهنيت دے چې اولسي منصوبې هم د خپل سياست د لار په نخښه كوي٬ سياسي يتيم په هر سازش كښې ناكامۍ سره له مخ كېدو وروست?? اوس په وېړيا اوړو پسې لګېدلې دې۔ د اتوار په ??رځ خپل يو جاري شوي بيان كښې دې ووئيل عمران خ??ن به څلور كاله وړاندې د چينجو غنم راغوښتلې وي؟ دومره ناپاك ذهنيت دے چې په اولسي پروژو هم سياست كوي٬ د پنجاب ولس ته كه وېړيا اوړه ترلاسه شي ٬ وېړيا برېښنا ترلاسه شي ٬ هغوي ته مېټر ا?? اورنج ټرېن وركړے شي نو ده ته تكليف كېږي۔ دې ووئيل د اولس اوړه او چيني خوړونكې اوس دا غم كوي چې وزيراعظم بې وزله اولس ته وېړيا اوړه ولې وركوي؟ اوس وزيراعظم عمران خ??ن نه دے چا چې د اولس اوړه وخوړل ٬ روټۍ يۍ وخوړله٬ روزګ??ر يۍ وخوړولو۔ اوس وزيراعظم عمران خ??ن نه دے چې د خلكو خېټې وشكوي ٬ كارخانو څخه يۍ بهر كړي او لنګر خانو ته يۍ راولي۔ د اطلاعاتو وزيرې وويل چې وزيراعظم شهباز شريف شپه او ??رځ د خلکو د پرمختګ او د بې روزګارۍ او ګرانۍ کمولو فکر کوي، دا وزيراعظم شهباز شريف دي چې ټولې بندې شوې پرمختيايي پروژې يې بيا پيل کړي۔ دې ووئيل سياسي يتيم په هر سازش كښې ناكامۍ سره له مخ كېدو وروست?? اوس په وېړيا اوړو پسې لګېدلې دې۔ دې ووئيل ميډيا ته خواست دے چې هغه د تحقيق نه غېر د داسې غليظ ذهنيت د دروغ?? او اولس دښمنه خبرونو خپرولو څخه ډډه وكړي۔
څلور كاله د اولس اوړه ٬ چيني او روټۍ لوټ كوؤنكے اوس د وزيراعظم د ويړيا اوړو وېش سكيم متنازعه كوي ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزيب بيان
Jedi Battle Royale APP download entrance
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر