اسلام آباد۔5اپرېل(اے پی پی) صد?? مملكت ډاکټر عارف علوي د خصوصي وګړو مالي خپلواکۍ لپاره د مخصوصو ملازم??ون?? رامخې ته كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې د خصوصي وګړو ډاډګيرنه او مرسته د سركاري او نجي څانګو ګډه ذمه واري ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صد?? مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د شورؤ په ورځ د پاكستان فاؤنډېشن فائټنګ بلائنډنس وائس چيئرمېن ډاكټر انيس الرحمن سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل خصوصي وګړي ګټور وګړي جوړولو له به دوئي تربيه كول او دوئي ته مخصوص مهار??ون?? ښودل وي۔ ده زياته كړه ټولنه بايد ځانګړي کسان له پامه ونه غورځوي۔ صد?? مملكت په حكومتي او نجي څانګو زور راوړو چې هغوي دې بصارت څخه د محرومه وګړو مسئلو حل كول كښې مرسته وكړي۔ ډاكټر انيس الرحمن صد?? مملكت د نابينا وګړو خېر ښېګړې لپاره پورته كړې شوي ګامونو څخه خبر كړو۔ په دې موقعه صد?? مملكت ته په بريفنګ كښې ووئيلې شؤ چې فائټنګ بلائنډ نس فاؤنډېشن د تېرو 10 كلونو په مهال د 50 زره نابينا وګړو ژوند بدل كړو۔ صدر ته ووئيلې شؤ چې بصارت څخه محروم ماشومان په اسلام آباد ٬ ګلګت بلتستان ٬ آزاد جموں وكشمير او بلوچستان كښې د هاسټل آسانۍ نه لرلو چېلنج سره مخ دي۔ دغسې د دوئي يو بله مسئله د امتحان په مهال د ليكوالو نه موندل كېدل دي۔
د خصوصي وګړو ډاډګيرنه او مرسته د سركاري او نجي څانګو ګډه ذمه واري ده٬ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
Elf's Wish APP download entrance
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن