اسلام آباد 23نومبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي نواز شريف او زرداري خپل ګوندونه د مني لانډرنګ لپاره كارولي٬الېكشن كمېشن دې د ټي اېل پي پشمول د نورو سياسي ګوندونو څخه پوښتنه وكړي چې فنډنګ چرته څخه راغلے ٬د مريم نواز رويه عمر له منفي وه٬ څوك چې د فيك وېډيو په جوړولو په ججانو او اكابيرينو د فشار اچولو هڅه كوي٬د دغسې حركتونو غندنه كوو٬د سپريم كورټ بار د ججانو او پوځ په ضد د وېناګانو څخه د لاتعلقۍ څرګندونه خوشبينه ده٬راروانې ټول ټاكنې به په هر صورت د اي وي اېم د لارې كېږي٬ 90 لكه سمندر پورې پاكستانيان به خپلې رائې وركوي٬ (ن)ليګ او پيپلز پارټي د دې په ضد دي خو سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ وركولو حق زمونږ لوظ دے٬په پاتې څيزونو مونږ خبرو كولو له چمتو يو بايد شريفه كورنۍ زمونږ مننه وكړي چې مونږ سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ حق وركړے ځكه چې هغوي هم هېواد ته نه راځي٬ ده ووئېل په سندھ او په خاص توګه كراچۍ كښې د ضروري څيزونو بيعې د هېواد د نورو برخو په مقابل كښې زياتې دي٬كابينې د اليكټرانك ووټنګ مشين او انټرنېټ ووټنګ استعمال لپاره د كمېټۍ جوړولو منظوري وركړې٬د خزانې ډويژن د ضروري څيزونو په بيعو او دغسې د خزانې صلاحكار كابينې ته د آئي اېم اېف پېكج په حقله بريفنګ وركړے ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس مېډيا ته بريفنګ كښې وفاقي وزير ووئيل د سپريم كورټ بار د اړخه په لاهور كښې د كنفرنس په مهال د ججانو او پوځ په ضد د وېناګانو څخه لاتعلقي خوشبينه ده۔سپريم كورټ بار اېسوسي اېشن له مشوره وركړې شوې وه چې هغوي غېر جانبداره پاتې شي او د آئين له مخې كردار ترسره كړي د ٬پخواني چيف جسټس ثاقب نثار آډيو په حقله سماﺀ ټي وي چې څه كردار ترسره كړے هغه د ستائنې وړ دے٬د (ن)ليګ د اړخه وړاندې هم دا ډول وډيو جاري كړې شوي ٬ ده ووئېل د جعلي وېډيو جوړولو مقصد په عدليه فشار اچول وو۔ده ووئيل كله چې كيسونه اورېدل پېل شي نو دا ډول كمپائنونه چلېږي۔د دې مقصد دا دے چې ججان په فشار كښې راشي۔هيله لرو عدليه به دا ډول فشار مسترد كړي۔وفاقي وزير ووئيل د مريم نواز رويه عمر له منفي ده٬د وګړو وېډيو جوړول د هغوي فيك ليكس جوړول د هغوي پخوانې كار دے٬د فيك ليكس جوړولو لپاره مريم نواز يو ټيم جوړ كړے او د هغې دا خيال دے چې ججان او نور اكابيرين به په داسېكولو فشار كښې راشي۔ده ووئيل د مريم نواز د دې رويې غندنه كوو هيله لرو چې دا معامله به منطقي انجام ته ورسي۔ده ووئيل د عدالتونو د اړخه چې څه ډول هم هدايات راشي په هغې به عمل كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل كابينې د اليكټرانك ووټنګ مشين او انټرنېټ ووټنګ استعمال لپاره د كمېټۍ جوړولو منظوري وركړې٬په كمېټۍ كښې به وفاقي وزيران٬شبلي فراز٬اعظم سواتي٬امين الحق٬ډاكټر بابر اعوان او اټارني جرنل شامل وي۔دا كمېټي به تګلاره جوړوي د كومې د لارې به چې راروانې ټاكنې سپيځلې كولې شي۔ده ووئيل الېكشن كمېشن ته چې څه ډول مرسته پكار وي هغه به وركولې شي۔ده ووئيل بايد (ن)ليګ زمونږ مننه وكړي چې په وړومبي ځل به د نواز شريف زامن هم ټاكنو كښې د ووټ وركولو جوګه شي۔وفاقي وزير ووئيل د مېډيا څخه ګيلې لرو ٬ د پاكستان تحريك انصاف حكومت د مېډيا په معامله كښې زيات حساس دے كله چې بيعې زياتېږي نو په مېډيا هېډ لائنز لګولے كېږي خو كله چې بيعې كمې شي نو مېډيا وګړي نه خبروي۔ده ووئيل د بده مرغه په كراچۍ كښې بيعې د ټول پاكستان څخه زياتې دي٬د اتلسم بدلون نه پس وفاقي حكومت يوازې پالېسي وركولې شي په هغې عمل كول د صوبو كار دے۔د سندھ حكومت پريكړې په وخت نه كولو سره لويې بحران راپېدا شوے ۔ده ووئيل بايد مراد علي شاه خپلې چارې سمې كړي۔وفاقي وزير ووئيل د خزانې صلاحكار د آئي اېم اېف پېكج په حقله كابينې ته تفصيلي بريفنګ وركړے ٬د توان وفاقي وزير او د خزانې صلاحكار تېره ورځ په دې حقله په تفصيلي توګه مېډيا خبر كړې وه۔ده ووئيل وفاقي كابينې د تعليم وفاقي وزارت او د صنعت او پېداوار وزارت ذيلي ادارو كښې د خالي چوكو جاج واخست۔كابينې ته ووئيل شول دوه چوكۍ خالي دي د كومو لپاره چې په رولز كښې بدلونونو ته اړتيا ده او دې لپاره كار روان دے۔د دې نه علاوه د څلورو ادارو د مشرانو تعيناتۍ ته حاجت نشته ځكه چې دغه ادارې په خپلو كښې ضم شوي يا نورو وزارتونو ته حواله كړې شوي۔وفاقي وزير ووئيل وفاقي كابينې په خالي چوكو د تعيناتۍ عمل زر تر زره بشپړولو سپارښتنه كړې۔وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل كابينې د وزيراعظم ټاسك فورس په سفارش د پاكستان جيمز اينډ جيولري ډوېلپمنټ اتهارټي جوړولو اصولي منظوري وركړی دغسې چې د جيمز اينډ جيولري برآمدات زيات كړے شي۔ده ووئيل كابينې د سول ايوي اېشن اتهارټي پاكستان او د برتانيې سول ايوي اېشن اتهارټي ترمينځه د فريم ورك لوظ نامې كولو منظوري وركړې۔وفاقي وزير ووئيل د اسلام آباد هائي كورټ د هدايت له مخې وفاقي كابينې پرائيوېټ ايجوكېشنل انسټي ټيوشنز ريګوليټري اتهارټي د ممبرز تعيناتۍ په حقله د قواعد او ضابطو منظوري وركړې۔ دغس ېكابينې د انفارمېشن ټېكنالوجي وزارت ذيلي ادارې اليكټرانك سرټيفيكېشن ايكريډيټېشن كونسل د دريو كلونو لپاره دممبرز د تعيناتولو منظوري هم وركړې۔ده ووئيل كابينې ميا محمد احمد د پورټ قاسم اتهارټي ممبر په حېث د غوره كولو منظوري وركړې۔دا چوكۍ د محمود بقي مولوي استعفٰی نه پس خالي كړی شوې وه۔وفاقي وزير ووئيل كابينې د رياد اېم او يو آنفورټ سټېټ كنټرول كښې د پاكستان د شموليت منظوري وركړه۔وفاقي وزير ووئيل كابينې د ډرك پراسينګ كمېټۍ په سفارش د 38 نوو داروګانو د بيعو تعين منظوري هم وركړې۔ده ووئيل كابينې سعيد احمد واچ د دريو كلونو لپاره د سكهر اليكټريك پاور كمپنۍ د سي اي او لګولو منظوري هم وركړې۔كابينې ماركيټ څخه د نوي سي اي او تعيناتۍ عمل زر تر زره پېل كولو منظوري وركړې او په عارضي توګه يې نور احمد سومرو د حيسكو چيف انجينئر له د سي اي او كار كولو اجازه وركړې۔وفاقي وزير ووئيل كابينې د اوبو وسائلو وزارت سمري منظورولو سره جميل اختر د پاور واپډا ممبر او اختر لطيف د واټر واپډا ممبر دريو كلونو لپاره د تعيناتې منظوري وركړې۔ دغسې كابينې د توان كمېټۍ د 4 نومبر او 11نومبر 2021 په غونډو كښې د شوو پريكړو توثيق كړے۔ده ووئيل كابينې ته د پیټرولو مصنوعي قلت په حقله د انكوائري رپورټ نتيجو په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔د منصوبه بندۍ وزير او د توان وزير هغه پريكړو په حقله به مېډيا ته جلا بريفنګ وركوي۔وفاقي وزير ووئيل كابينې د اي سي سي د 15 نومبر 2021 په غونډه كښې د شوو پريكړو او د قانون لپاره كمېټۍ د 18 نومبر 2021 په غونډه كښې د شوو پريكړو توثيق هم وكړو۔ ده ووئېل د اسلام آباد كيپيټل ټيريټري لوكل ګورنمنټ آرډيننس 2021 منظوري وركړې شوې دغسې چې په اسلام آباد كښې د ځايې حكومتونو د ټاكنو لاره آسانه شي۔ ده ووئېل الېكشن كمېشن څه وخت هم شيډول وركولے شي۔اسلام آباد كښې به په وړومبي ځل نيغ په نيغه ميئر ټاكلے شي۔وفاقي وزير ووئيل كابينې د فېډرل ګورنمنټ پراپرټيز ايكټ منيجمنټ اتهارټي بورډ آف ګورننس ممبرانو هم منظوري وركړې ۔ده ووئيل كابينې د كيډيسټرل نقشه بندۍ لپاره سروے او ميپنګ بدلون آرډيننس 2021 منظور كړے ۔وفاقي وزير ووئيل پي ډي اېم د پريكړې كولو حق لري ٬زمونږ سره دې كېښني او دا دې اووئي چې هغوي څه ډول اليكټرول ريفارمز غواړي۔ده ووئيل مونږ اتفاق غواړو۔په دې خبره ټول متفق دي چې په پاكستان كښې انتخابي نظام ښه كولو ته اړتيا ده۔
نواز شريف او زرداري خپل ګوندونه د مني لانډرنګ لپاره كارولي ٬مريم نواز په فيك وېډيو جوړولو په ججانو او اكابيرينو د فشار اچولو هڅه كوي٬د سپريم كورټ بار د ججانو او پوځ په ضد د وېناګانو څخه د لاتعلقۍ څرګندونه خوشبينه ده۔چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری